اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي افغان طالبان افغان اولس غېر ضروري جنګ ته ورمخې ته كول غواړي ٬ پاكستان تل د افغانستان د اولس امن او سوكالۍ له قربانۍ وركړي٬ افغان طالبانو سره څو څو وارې خبرې شوي خو افغان فريق د پاكستان زيانونو څخه ځان ناخبره ساتلے٬ د څلور كالو اوږدې مودې په مهال ځاني او مالي زيان زغملو …
د پاكستاني اولس سلامتيا ته اول پام لرنه كوو ، د ترهګرو په شمول د هغوي د پټڼ ځايونو او ملاتړ كوونكو نوغې ويستلو له به ټول وسائل كارولې شي : عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي افغان طالبان افغان اولس غېر ضروري جنګ ته ورمخې ته كول غواړي ٬ پاكستان تل د افغانستان د اولس امن او سوكالۍ له قربانۍ وركړي٬ افغان طالبانو سره څو څو وارې خبرې شوي خو افغان فريق د پاكستان زيانونو څخه ځان ناخبره ساتلے٬ د څلور كالو اوږدې مودې په مهال ځاني او مالي زيان زغملو څخه وروستو اوس د پاكستان د صبر پېمانه ډكه شوې ده ٬ پاكستان په مخلصانه هڅو د قطر ٬ تركيه او نورو ملګرو هېوادونو مننه كوي ٬ د پاكستان د اولس سلامتيا زمونږ قامي پام لرنه ده ٬ حكومت به د ترهګرۍ په ضد هر ممكن ګام پورته كوي ٬ د ترهګرو او د هغوي پټڼ ځايونو او ملاتړ كوونكو نوغې ويستلو له به ټول وسائل كارولې شي۔ د شورو په ورځ په ”اېکس“ خپل يو پوسټ كښې په اكتوبر 2025 كښې په استنبول كښې د پاكستان او افغانستان خبرو اترو په اړه وفاقي وزير ووئيل افغان طالبان سره پاكستان پرله پسې د فتنة الخوارج (ټی ټی پی) او د هندي پراكسي فتنة الهندوستان (بی اېل اے) په مسئله خبره كړې۔ افغان طالب حكومت ته څو څو وارې دا وئيلې شوي چې هغه د دوحه لوظنامې لاندې پاكستان او نړيوالې وررولۍ سره كړې خپل لوظونه تر سره كړي ۔ د پاكستان مخلصانه او پرله پسې هڅې بې ځايه ځي ولې چې افغان طالب حكومت د پاكستان مخالف ترهګر عناصر په شا ولاړ دے۔ ده ووئېل طالب حكومت افغان اولس لپاره د هېڅ ډول ذمه وارۍ څرګندونه نه كوي او په جنګي معيشت انحصار لكوي نو ځكه افغان اولس يو غېر ضروري جنګ سره مخ كول غواړي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان تل د افغان اولس په امن او سوكالۍ كښې خوښي لرلې ده ٬ هغوي لپاره يۍ غږ پورته كړے او بلها قربانۍ يۍ وركړې دي۔ د دې په مقابله كښې پاكستان افغان طالبان حكومت سره خبرې وكړې او د خبرو اترو يو شمېر دورونه يۍ ترسره كړل خو افسوس په دې خبره دے چې هغوي تل د پاكستان له زيانونو څخه ځان ناخبره ساتلے دے۔ ده ووئيل د ډېرې مودې نه د ځاني او مالي زيان زغملو څخه وروستو اوس د پاكستان د صبر پېمانه ډكه شوې ده۔ ده ووئيل امن له د يوې بلې موقعې وركولو په غرض د ورور هېواد قطر او تركيه په خواست پاكستان افغان طالب حكومت سره خبرې وكړې۔ د دې خبرو اترو يوه ايجنډا دا وه چې افغان طالب حكومت دې داسې عملي ګامونه پورته كړي چې ورسره د افغانستان خاوره د ترھګرو تنظيمونو تربيتي او لاجسټك فعاليتونو او د پاكستان په ضد د ترهګرو بريدونو په توګه كارولو څخه وساتلې شي۔ پاكستان په مخلصانه هڅو د قطر ٬ تركيه او نورو ملګرو هېوادونو مننه كوي۔ ده ووئيل د تېرو څلورو ورځو خبرو په مهال افغان طالبان د پاكستان دې منطقي او جائزې غوښتنې سره موافقت وكړو چې د دې تنظيمونو او ترهګرو په ضد دې پرېكنده كارروائي وكړې شي۔ د پاكستان لخوا وړاندې كړې شوي كافي او نه رد كېدونكي شواهد افغان طالبان او كوربنو هېوادونو هم تسليم كړل۔ بياهم افسوس په دې خبره دے چې د افغان فريق لخوا كوم باور رامخې ته نه شو۔ ده ووئېل افغان پلاوي پرله پسې بنيادي مسئلې څخه پام بل پلو وګرځولو او هغه مركزي نقطې څخه يۍ ډډه وكړه د كومې په بنياد چې خبرې اترې پېل شوي وې۔ هم دغه سبب ؤ چې خبرې كوم د عمل وړ حل ته ونه رسېدلې۔ د اطلاعات وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ مسئلې سوله ايز حل رامخې ته كولو ٬ د دواړو هېوادونو او په مجموعي توګه د منطقې سوكالۍ او سلامتيا لپاره په مخلصانه هڅو كولو د قطر ٬ تركيه او نورو هېوادونو د زړه له كومي مننه كوي۔ د خپلو وګړو سلامتيا پاكستان لپاره زياته مهمه ده٬ مونږ خپل وګړي د ترهګرۍ ناسور څخه ساتلو له ټول ضروري ګامونه پورته كوو او دا باور وركوؤ چې د پاكستان حكومت به د ترهګرۍ ٬ د ترهه ګرو پټن ځايونو ٬ سرپرستي كوونكو او مرسته كوونكو ختمولو له ټول ممكنه وسائل كاروي











