کابل۔29 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان په بدخشان ولايت كښې د يو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو كس مړ او 5 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د ولايت پوليس وياند احسان كامګار ووئيل دا پېښه تېره ورځ ماښام ارغنج اولسوالۍ كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه …
افغانستان ٬ ګاډي ژورې كندې ته پريوت ٬ يو كس مړ ٬ 5 ټپيان
کابل۔29 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان په بدخشان ولايت كښې د يو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو كس مړ او 5 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د ولايت پوليس وياند احسان كامګار ووئيل دا پېښه تېره ورځ ماښام ارغنج اولسوالۍ كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې يۍ يو كس مړ او 5 نور ژوبل شول۔ دا پېښه په تېرو درېو ورځو كښې په افغانستان كښې رامخې ته كېدونكې څلورمه پېښه ده










