پیښور 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي(اے اين پي)مركزي صدر ايمل ولي خان تركيې او تركي اولس له په 102مه قامي ورځ مباركي وركړې ده ۔ده د تركيې په قامي ورځ په خپل پیغام كښې ووئيل د مصطفی كمال اتا ترك په بصيرت لرونكې او زيرك قيادت كښې جوړ هېواد د ترك ازلس د استقامت٬اصلاحات او قامي وقار يو لازواله علامت دے۔ تركيې د جمهوري اقدارو ودې او د …
د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر تركيې ته په 102مه قامي ورځ مباركي وركړه

مزید خبریں
پیښور 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي(اے اين پي)مركزي صدر ايمل ولي خان تركيې او تركي اولس له په 102مه قامي ورځ مباركي وركړې ده ۔ده د تركيې په قامي ورځ په خپل پیغام كښې ووئيل د مصطفی كمال اتا ترك په بصيرت لرونكې او زيرك قيادت كښې جوړ هېواد د ترك ازلس د استقامت٬اصلاحات او قامي وقار يو لازواله علامت دے۔ تركيې د جمهوري اقدارو ودې او د خپل غوره كلتور د ورثې تحفظ كښې په ځانګړې كاميابۍ د ټولې نړۍ قامونو لپاره يو د تقليد وړ مثال جوړ كړے ۔ده ووئيل عوامي نېشنل پارټي د پاكستان او تركيې ورورورلۍ اړيكو ته د عزت او احترام په سترګو ګوري او سباؤن كښې د دې اړيكو لا مستحكمولو خوښي لري ۔ده د تركيې لپاره د تل پاتي امن٬خوشحالۍ او پرمختګ دعا وكړه۔











