د كورنيو چارو وفاقي وزير د ايران سپريم نېشنل سكيورټي كونسل سېكرټري او خپل ايراني هم څنګ سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران سپريم نېشنل سكيورټي كونسل سېكرټري علي ارد شير لاريجاني او د ايران هم څنګ سكندر مومني سره جلا جلا ملاقاتونه كړې دي ۔سپريم نېشنل سكيورټي كونسل دفتر ته په تګ سكيرټري علي اردشيرلاريجاني د داخله وزير محسن نقوي تود هركلے وكړو ۔په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو٬سكيورټي مرستېه د ترهه ګرۍ په مخ نيوي٬ د …

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران سپريم نېشنل سكيورټي كونسل سېكرټري علي ارد شير لاريجاني او د ايران هم څنګ سكندر مومني سره جلا جلا ملاقاتونه كړې دي ۔سپريم نېشنل سكيورټي كونسل دفتر ته په تګ سكيرټري علي اردشيرلاريجاني د داخله وزير محسن نقوي تود هركلے وكړو ۔په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو٬سكيورټي مرستېه د ترهه ګرۍ په مخ نيوي٬ د نشه اي توكو په مخ نيوي او په بارډر منيجمنټ تفصيلي خبرې وشوې ۔ډلو دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو او شريك روابط كښې د اضافې په ضرورت هم اتفاق وكړو۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل پاكستان ايران سره د امنيت په اړه او د نشه اي توكو مخ نيوي څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي ۔د ايران سپريم نېشنل سكيورټي كونسل سېكرټري علي اردشيرلاريجاني ووئېل دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت خوشبينه دے۔د دې نه پس د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران هم څنګ سكندر مومني سره هم ملاقات وكړو چې پكښې په داخلي سلامتيا چارو او د نشه اي توكو مخ نيوي له په شريكه مرسته خبرې وشوې۔محسن نقوي د اي سي او د وزارتي كانفرنس په كاميابولو د ايران داخله وزير له مباركي وركړه او وې وئېل دا كنفرنس د غړو هېوادونو لپاره به د ګټورو نتيجو وړ ثابت شي۔ده ووئيل پاكستان د داخلي سلامتيا په معاملات كښې د ايران تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي۔داخله وزير محسن نقوي د ايران هم څنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه ٬ په دې سكندر مومني ووئيلې ډېر زر به خپل ورور سره ملاقات لپاره اسلام آباد ته درشم۔دغسې د ايران داخله وزير د ايس اي او او وزارتي كنفرنس كښې په ګډون د پاكستان هم څنګ مننه وكړه۔په دې موقع داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا٬په ايران كښې د پاكستان سفير محمد مدثر ټيپو٬د ايران داخله وزارت اعلٰی چارواكي او سفارتي افسران هم موجود وو

مزید خبریں