اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تاړ سره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړ ے دے ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ودې٬قانوني اصلاحات٬ د بشري حقونو په تحفظ او د سرمايه كارۍ موقعو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔د قانون او …
د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تاړ سره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړ ے دے ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ودې٬قانوني اصلاحات٬ د بشري حقونو په تحفظ او د سرمايه كارۍ موقعو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔د قانون او انصاف وفاقي وزير د نوې تعينات هائي كمشنر تود هركلي كولو سره ووئېل د پاكستان او كاناډا ترمينځه زړې اړيكې په باور او شريك احترام اډانه دي د كومو چې لا مستحكمولو ته ضرورت دے۔د كاناډا هائي كمشنر په دې موقع ووئيل د كاناډا كمپنۍ په پاكستان كښې بيلو څانګو كښې په خاص توګه معدنيات په اړه سرمايه كارۍ له خوښي لري۔ده ووئيل كاناډا سباؤن كښې د پاكستان سره د شراكتدارۍ نوې موقعو لټولو هم خوښي لري۔ملاقات كښې په كاناډا كښې راجوړېدوكې مائننګ كنفرنس كښې د پاكستان په ګډون او د شريكې مرستې په وده هم خبرې وشوې











