اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د تركيې د قيام په 102مې سالګرې د تركيې صدر اردوان او د تركيې ورور اولس له مباركي وركړې ده ۔په خپل پېغام كښې د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې تركيې د پرمختګ٬استحكام او خود انحصارۍ نوې مثالونه جوړ كړي۔ده ووئيل پاكستان او د تركيې اړيكې په اخوت٬ورورولۍ او شريك باور …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د تركيې د قيام په سالګره د تركيې صدر او اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د تركيې د قيام په 102مې سالګرې د تركيې صدر اردوان او د تركيې ورور اولس له مباركي وركړې ده ۔په خپل پېغام كښې د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې تركيې د پرمختګ٬استحكام او خود انحصارۍ نوې مثالونه جوړ كړي۔ده ووئيل پاكستان او د تركيې اړيكې په اخوت٬ورورولۍ او شريك باور اډانه دي۔محمد حنيف عباسي ووئېل تركيه تل په سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا دا رشته د “دوو هېوادونو ٬يو قام” د جذبې عملي مثال دے۔د ريلوے وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان تركيې سره اسټريټجك٬تجارتي او كلتوري اړيكو ته لا پراختيا وركولو له عزم لري۔ده ووئېل د تركيې پرمختګ او اولسي اتحاد د اسلامي نړۍ لپاره د تقليد وړ دے۔محمد حنيف عباسي د تركيې اولس لپاره د خوشحالۍ٬امن او پرمختګ دعا كولو سره ووئيل پاكستان د تركيې په كاميابو وياړي











