اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف د خفګان څرګندونې سره وئېلي دي د طالبانو رجیم يوازې خپله قابضه واكمني او جنګي معیشت بچ كولو لپاره افغانستان د يوې بلې شخړې سره مخ كول غواړي ، پاکستان به پخپله خاوره كوم هم د ترهه ګرۍ یا ځان مرګے بريد ونه زغمي او د كوم هم يرغل ځواب به سخت او تريخ وي ۔ د شورو په ورځ …
د طالبانو حکومت يوازې د خپلې قابضې واكمنۍ او د جنګي معیشت ساتلو لپاره افغانستان يوې بلې شخړې سره مخ كول غواړي ، د دفاع وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف د خفګان څرګندونې سره وئېلي دي د طالبانو رجیم يوازې خپله قابضه واكمني او جنګي معیشت بچ كولو لپاره افغانستان د يوې بلې شخړې سره مخ كول غواړي ، پاکستان به پخپله خاوره كوم هم د ترهه ګرۍ یا ځان مرګے بريد ونه زغمي او د كوم هم يرغل ځواب به سخت او تريخ وي ۔ د شورو په ورځ د استنبول خبرو اترو بې نتیجې پاتې كېدو په اړه خپل بيان كښې ده ووئېل افغان طالب رجیم پرله پسې ورونړو هېوادونو ته د خبرو اترو خواست کولو ، د ورونړو هېوادونو په درخواست پاکستان د افغان طالب رجیم سره د امن په خاطر د خبرو اترو وړاندېز قبول کړو ۔دفاع وزير ووئېل د ځېنې افغان چارواكو زهر جن بيانونه دا ظاهروي چې طالب رجیم كښې انتشار او دھوکه غلتي هغسې موجود ده ، پاکستان دا واضحه كوي چې د طالبانو رجیم ختمولو یا هغوي په غارونو كښې پټېدو ته مجبورولو لپاره پاکستان د خپل طاقت كارولو ته بيخي ضرورت نه لري ، كه ضرورت پیش شو نو مونږ هغوي ته په تورا بورا غوندې ځايونو ماتې وركولو سره د خلقو لپاره مثال جوړولے شوو ٬ كوم به چې د نړۍ قامونو لپاره زړه راښكونكے منظر وي ۔ هغه ووئېل افسوس لرو چې طالبان رجیم يوازې د خپلې قابضې واكمنۍ او جنګي معیشت بچ كولو لپاره افغانستان يوې نوې شخړې سره مخ كوي ،د خپلې کمزورۍ او جنګي ادعاګانو حقیقت نه په خبرتيا د جنګ په نغاره وهلو په ظاهره افغان اولس كښې خرابېدونكے تشخص د بچ كولو ناکامه کوشش کوي ۔ ده ووئېل كه افغان طالبان بيا هم افغانستان او د هغه معصوم اولس تباہ كول غواړي نو بيا چې څه هم كېږي وي به۔ هغه ووئېل تر څو چې د ’’ګریو یارډ آف ایمپائر‘‘ د بیانیې تعلق دے، پاکستان پخپله ځان ته بيخي ’’ایمپائر‘‘نه وائي ،حقیقت دا دے چې افغانستان د طالبانو په وجه د خپلو خلقو لپاره د يوې اديرې نه كم نه دے ،په تاریخي اعتبار سره افغانستان د سلطنتونو قبرستان خو نه دې پاتي خو د لويو طاقتونو د لوبې میدان عمر له پاتي دے ۔دفاع وزير ووئېل د طالبانو هغه جنګيالي كوم چې منطقه كښې ناامني خپرولو كښې خپله ذاتي ګټه ګوري ٬ پوهه دې شي چې هغوي شاید د پاکستاني عزم او حوصلې ناسمه اندازه لګولې ده ، ده ووئېل كه طالبان رجیم د جنګ هڅه کوي نو نړۍ به اوويني چې د هغوي دړكې يوازې خبرې دي ۔ هغه ووئېل پاکستان به پخپله خاوره كوم هم د ترهه ګرۍ یا ځان مرګے بريد به ونه زغمي او د كوم هم يرغل ځواب به سخت او تريخ وي۔











