وزیرِاعظم شهباز شریف د سعودي دورې تر سره كولو نه پس هېواد ته راستون شو

ریاض۔29 اکتوبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د سعودي عربستان دورې بشپړولو څخه وروستو خپل هېواد ته راروان شوے دے۔ د شورو په ورځ د رياض نائب ګورنر شهزادہ ابن عبدالرحمٰن بن عبدالعزیز وزیراعظم او پاكستاني پلاوي ته په كنګ خالد انټرنېشنل ايئرپورټ په مخه ښه اووې۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د سعودي عربستان ولي …

ریاض۔29 اکتوبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د سعودي عربستان دورې بشپړولو څخه وروستو خپل هېواد ته راروان شوے دے۔ د شورو په ورځ د رياض نائب ګورنر شهزادہ ابن عبدالرحمٰن بن عبدالعزیز وزیراعظم او پاكستاني پلاوي ته په كنګ خالد انټرنېشنل ايئرپورټ په مخه ښه اووې۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمينځه د اقتصادي مرستې فرېم ورك رامخې ته كړے شو كوم به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې نوې لارې لټولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ د دې فرېم ورك لاندې د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان، صنعت، کان کنۍ، انفارمېشن ټېکنالوجی، سېلګرۍ، كر كېلې او د غذائي تحفظ په څانګو كښې به همكاري او د نجي څانګې كردار زياتولې او تجارتي تبادلو ته په وده وركولو كار كولې شي۔ د فرېم ورک لاندې د دواړو هېوادونو ترمينځه د بجلۍ ترسيل منصوبې په شمول په روانو جاری يو شمېر منصوبو او د توان په څانګه كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو لاس ليك هم شامل ؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف په رياض كښې په فیوچر انوېسټمنټ انېشی اېټيو په 9م كنفرنس كښې ګډون وكړو او د”آيا انسانيت په سم لوري روان دے؟” په سرخط ګول مېز مباحثه كښې يۍ د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ ده په خپلو خبرو كښې بشري پرمختګ او خېر ښېګړې له د نړيوال اشتراك په حاجت زور راوړو۔ وزیرِاعظم شهباز شریف د سعودي ولي عهد د پرمختګ وژن او په نړۍ كښې د پرمختګ اقدامات په اړه د سعودي عربستان كردار وستائېلو۔ هغه په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون په مضر اثرات او د سېلاب دلاسه په رامخې ته شوو زيانونو رڼا اچولو سره د ګلوبل نارتھ ګلوبل ساؤتھ سره په همكارۍ زور راوړو۔ دغسې ده په خاص توګه د ځوان پاكستان افرادي قوت پرمختګ ٬ د مصنوعي زېركتيا ودې او د آئي ټي څانګه كښې پرمختګ لپاره حكومتي اقدامات په ډاګه كړل۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د نړيوال اقتصادي فورم صدر او چیف اېګزېکټیو بورګا بغینډے سره هم ملاقات وكړو۔

مزید خبریں