شمالي کوریا د سمندر نه په زمكه د ويشتونكې اسټریټجک کروز میزائل تجربه وكړه

پیونګ یانګ۔29اکتوبر (اے پي پي ) شمالي کوریا د سمندر نه په زمكه د وېشتونكې اسټریټجک کروز میزائل کامیابه تجربه كړې ده۔ د سرکاري خبر رسنې ادارې کورین سنترل نیوز ایجنسۍ تر مخه دا تجربه په جزیرہ نما کوریا مغربي سمندري سيمه كښې وكړې شوه ۔رپورټ كښې وئېلي شوي دي دا میزائل د يو بحري جهاز نه نيغ په نيغه وتوغول شول او 7,800 سیکنډ پورې پخپله ټاكلې لاره هدف …

پیونګ یانګ۔29اکتوبر (اے پي پي ) شمالي کوریا د سمندر نه په زمكه د وېشتونكې اسټریټجک کروز میزائل کامیابه تجربه كړې ده۔ د سرکاري خبر رسنې ادارې کورین سنترل نیوز ایجنسۍ تر مخه دا تجربه په جزیرہ نما کوریا مغربي سمندري سيمه كښې وكړې شوه ۔رپورټ كښې وئېلي شوي دي دا میزائل د يو بحري جهاز نه نيغ په نيغه وتوغول شول او 7,800 سیکنډ پورې پخپله ټاكلې لاره هدف ته اورسېدل ۔ د کے سي این اے تر مخه میزائل سسټم د بحري جهاز نه لانچ كولو لپاره د جدید تقاضو سره سم لا ښه كړه شوے دے ۔ د خبر رسنې ادارې د تجربې نېټې ، د هدف تفصیل یا د پوځي چارواكو بیانونو په اړه لا معلومات نه دي جاری كړي۔