اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي د پولیو خاتمې ته حکومت تر ټولو اول پام لرنه كوي ، د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې مکمل په يووالي كوټلي ګامونه د پولیو مخ نيوي له پورته كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده په ریاض كښې د سعودي د صحت وزیر فهد بن عبد الرحمٰن الجلاجے سره ملاقات کښې وكړه ۔ …
د پولیو خاتمې ته حکومتِ وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ په دې حقله كوټلي اقدامات کوو ، د صحت وفاقي وزيرسید مصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي د پولیو خاتمې ته حکومت تر ټولو اول پام لرنه كوي ، د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې مکمل په يووالي كوټلي ګامونه د پولیو مخ نيوي له پورته كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده په ریاض كښې د سعودي د صحت وزیر فهد بن عبد الرحمٰن الجلاجے سره ملاقات کښې وكړه ۔ د صحت وزارت وېب پاڼې تر مخه ملاقات كښې د صحت څانګې او د شرېكې مرستې په وده هم خبرې وشوې ۔دواړو وزيرانو پاکستان او افغانستان كښې د پولیو مخ نيوي په حقله خبرو سره سره په سباون كښې د پولیو مخ نيوي په كمپائن هم خبرې وكړې ۔وفاقي وزیر ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه تاریخي او د ورورولۍ اړېكې په مضبوطو بنیادونو جوړې دي ۔ هغه ووئېل د كال 2025 په مهال تر اوسه 4 قامي د پوليو مخ نيوي كمپائنز په کامیابۍ سره تر سره شوي دي ، په دغه كښې 45 ملین كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي ویکسین باوري كړې شوي ، د اعلیٰ معیار د پولیو مخ نيوي كمپائن په نتیجه كښې د پولیو کیسز كښې ښكاره كمے راغلو خو په دې هلو ځلو كښې د پیش رفت باوجود مشن لا مکمل نه دے ۔ د سعودي پلاوي د پاکستان د اړخه دِ پولیو مخ نيوي په اړه پورته كړي اقدامات وستائېل او سباون كښې په دې حقله د مرستې جاري ساتلو يې باور وركړو۔











