تهران ۔29اکتوبر (اے پي پي) ایران وئېلي دي د امریکې د عسکري بريد امکان هغسې موجود دے او دا څه وخت هم كېدے شي۔ د العربه ترمخه د ایران خارجه وزارتِ وياند اسماعیل بقائي ووئېل په سباون كښې په كومو هم خبرو اترو كښې مونږ له خپلې تجربې تر نظره ساتل پكار دي ۔ هغه ووئبل د امریکې د ایران خلاف د نړيوال قانون خلاف ورزیو ګن مثالونه موجود دي …
په مونږ د نوي امریکائي بريد امکان اوس هم موجود دے ، ایران
تهران ۔29اکتوبر (اے پي پي) ایران وئېلي دي د امریکې د عسکري بريد امکان هغسې موجود دے او دا څه وخت هم كېدے شي۔ د العربه ترمخه د ایران خارجه وزارتِ وياند اسماعیل بقائي ووئېل په سباون كښې په كومو هم خبرو اترو كښې مونږ له خپلې تجربې تر نظره ساتل پكار دي ۔ هغه ووئبل د امریکې د ایران خلاف د نړيوال قانون خلاف ورزیو ګن مثالونه موجود دي ۔ هغه عمر له وئېلي دي چې ټول وړاندېزونه په میز پراته دي ،ځكه به مونږ له هر وخت چمتو پاتي كېدل پكار وي ۔ هغه زور راوړو چې د امریکائي فریق سره په بيا خبرو اترو كښې به تجربې تر نظره لازمي ساتل وي ۔ نړيوالې اتومي توان ایجنسۍ (آئي اے اي اے) په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند سپيناوے وكړو چې ایران به د “اتومي وسلو نه خپرولو د لوظ نامې “این پي ټي تر مخه مرسته روانه ساتي او دا مرسته د ایران د پارلیمان پرېكړې تر مخه به وي۔










