پاك – ترك اړيكې د تزويراتي همكارۍ نوي دور ته داخلې شوي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ترك صدر رجب طيب اردوان او ترك ورور اولس له د جمهوريت ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان او تركيه اړيكې د تزويراتي همكارۍ يو نوي دور ته داخلې شوي دي ۔ د تركيه 102مې جمهوريت ورځې په موقع خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل زه د خوشحالۍ په دې موقع خپل ګران ورور صدر رجب طيب اردوان او د تركيه …

اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ترك صدر رجب طيب اردوان او ترك ورور اولس له د جمهوريت ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان او تركيه اړيكې د تزويراتي همكارۍ يو نوي دور ته داخلې شوي دي ۔ د تركيه 102مې جمهوريت ورځې په موقع خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل زه د خوشحالۍ په دې موقع خپل ګران ورور صدر رجب طيب اردوان او د تركيه ورور اولس له د خپل او پاكستاني اولس لخوا مباركي وركوم۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم ووئيل د تېرو څو لسيزو په مهال د صدر اردوان په فعاله او زړره مشرتابه كښې په تركيه كښې په زړه پورې بدلون او معاشي بحالي په نړيواله كچه ستائېلې شوې ده۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د خپل ترك ورونړو په كاميابو او كارنامو وياړؤ او د پرمختګ په دې سفر كښې مونږ د هغوي كلك ملګري يوو۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان او تركيه اړيكې له جغرافیې او وخت څخه لرې د ګډې عقيدې ٬ تاريخ او ورورولۍ په بنياد ولاړې دي۔ ده ووئيل زمونږ اړيكې د صدر اردوان په مدبرانه لارښوونه كښې د تزويراتي همكارۍ يو نوي دور ته داخلې شوي ولې چې مونږ د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې د وخت له هر ازمېښت څخه په تېرېدو تلپاتې اړيكو ته ودې وركولو له په ګډه هڅې كوو۔

مزید خبریں