د سعودي داخله وزير د سوريه صدر سره ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔29اکتوبر (اے پي پي) د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزادہ عبدالعزیز بن سعود بن نایف په ریاض كښې د سوريه صدر احمد الشرع سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه ملاقات كښې د سعودي عرب او سوريه تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو او د شرېكې خوښې چارو نه علاوه د امنيت په څنګو كښې د مرستې په چارو خبرې وشوې …

ریاض ۔29اکتوبر (اے پي پي) د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزادہ عبدالعزیز بن سعود بن نایف په ریاض كښې د سوريه صدر احمد الشرع سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه ملاقات كښې د سعودي عرب او سوريه تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو او د شرېكې خوښې چارو نه علاوه د امنيت په څنګو كښې د مرستې په چارو خبرې وشوې ۔ په دې مهال د ریاستي سلامتیا د اعلی ادارې مشر عبدالعزیز بن محمد الھویریني ، د استخبارات مشر چیف خالد بن علی بن عبداللہ الحمیدان، د قانوني چارو او د نړيوالې مرستې ډائریکټر جنرل احمد بن سلیمان العیسي هم موجود وو ۔ دغسې د سوريه د اړخه خارجه وزیر اسعد الشیباني ګډون وكړو۔ د دې نه غېر د سوريه صدر ریاض كښې د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان، وزیر مملکت، د کابینې غړو او د قامي سلامتیا صلاحكار ډاکټر مساعد بن محمد العبیان هر كلے وكړو ۔