اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء تارړ د سندھ پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن نوې ټاكلې شوي صدر كامران رضي ٬ نائب صدر حميد سومرو ٬ جنرل سېكرټري اكرم بلوچ او نورو عهديدارانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې حكومت د رايې او صحافت په آزادۍ بشپړ باور لري۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل آزاد، ذمه وار او په …
د وفاقی وزیر عطاء تارړ د سندھ پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن نوې ټاكلې شوې عهديدارانو له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء تارړ د سندھ پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن نوې ټاكلې شوي صدر كامران رضي ٬ نائب صدر حميد سومرو ٬ جنرل سېكرټري اكرم بلوچ او نورو عهديدارانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې حكومت د رايې او صحافت په آزادۍ بشپړ باور لري۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل آزاد، ذمه وار او په حقائقو اډانه صحافت د كومې هم ټولنې د ترقۍ او استحكام بنياد دے۔ ده ووئيل خبرياله ورورولي جمهوري اقدارو ته په وده وركولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د سندھ پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن نوې مشرتابه به خپلې پېشه ورې ذمه وارۍ ديانتدارۍ او غېر جانبدارۍ سره ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د اطلاعاتو وزارت به صحافتي ادارو سره د نزدې تړون دلارې ذمه وار او د مثبت صحافت ودې له خپله مرسته دوامداره ساتي۔











