سلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې حكومت د آئين او قانون د تقاضو له مخې چلول پكار دي٬ د يو سزا وار په مشاورت حكومتې پرېكړې په آئيني توګه سمې نه دي٬ د دې طرز عمل د لارې نه يوازې آئيني بحران رامخې ته كېدې شي بلكې د اولسي مېنډېټ توهين به هم اوشي۔ د نهې …
په خېبر پښتونخوا كښې حكومت د آئين او قانون تقاضو له مخې چلول پكار دي٬ د يو سزا وار په مشاورت حكومتې پرېكړې په آئيني توګه سمې نه دي۔ طلال چوهدري

مزید خبریں
سلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې حكومت د آئين او قانون د تقاضو له مخې چلول پكار دي٬ د يو سزا وار په مشاورت حكومتې پرېكړې په آئيني توګه سمې نه دي٬ د دې طرز عمل د لارې نه يوازې آئيني بحران رامخې ته كېدې شي بلكې د اولسي مېنډېټ توهين به هم اوشي۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې طلال چوهدري ووئيل د صوبې وزيراعلٰې لخوا د پي ټي آئ باني په امر او مشاورت د كابينې جوړولو اعلانونه د آئين او عدالتي پرېكړو منافي دي۔ ده واضحه كړه چې د پاكستان آئینِ يو داسې كس ته چې د عدالت څخه سزا وار وي يا په زندان كښې بنديوان وي٬ حکومتي یا انتظامي پرېكړو كښې د برخې اخستو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل په ماضي كښې د پخواني وزیراعظم نواز شریف په دور كښې هم عدالتِ عظمیٰ په واضح توګه وئيلي وٶ چې په زندان كښې د بنديوان كس يوه پرېكړه آئيني حېثيت نه لري ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي لخوا د “باني” لخوا پرېكړه د ګوند پاليسي ګرځول خپله د دغه ګوند د خپل آئين څخه سرغړونه ده ځكه چې د ګوند آئيني ډهانچه يوازې د چيېرمېن چوكۍ تسليم كوي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې حكومت د آئين او قانون د تقاضو له مخې چلول پكار دي٬ د يو سزا وار په مشاورت حكومتې پرېكړې په آئيني توګه سمې نه دي











