جكارته۔ 28 اكتوبر(اے پي پي) انډونېزيا كښې د روسيه سفير سرګۍ ټولپيخوف وئېلي دي انډونېزيا د روسيه څخه د تېلو ګاز اغستلو خوښي لري او په دې لړ كښې خبرې روانې دي۔ د تاس تر مخه د روسيه سفير يوه مركه كښې ووئېل انډونېزيا كوم چې د تېلو او مائع ګاز خالص درآمد كونكے هېواد دے د انرژۍ په لړ كښې د روسيه سره مرسته كول غواړي۔ هغه ووئېل مونږ …
انډونېزيا د روسيه څخه د تېلو او ګاز اغستلو خوښي لري٬ روس
جكارته۔ 28 اكتوبر(اے پي پي) انډونېزيا كښې د روسيه سفير سرګۍ ټولپيخوف وئېلي دي انډونېزيا د روسيه څخه د تېلو ګاز اغستلو خوښي لري او په دې لړ كښې خبرې روانې دي۔ د تاس تر مخه د روسيه سفير يوه مركه كښې ووئېل انډونېزيا كوم چې د تېلو او مائع ګاز خالص درآمد كونكے هېواد دے د انرژۍ په لړ كښې د روسيه سره مرسته كول غواړي۔ هغه ووئېل مونږ انډونېزيا له بيا بيا باور وركړے دے چې روسيه د كوم هم توان يا پراسېس شوو څيزونو وركړې لپاره چمتو دے ٬ په كوم كښې چې هغه خوښي لري۔ سفير ووئېل د روسيه سركاري د جوهري توان كمپني ” روس ايټم ” انډونېزيا كښې د جوهري توان په څانګه كښې د مرستې امكانات له هم خوښي څرګنده كړې ۔ هغه ووئېل په انډونېزيا كښې د جوهري صنعت جوړولو عمل تر سره كېدونكے دے٬ چې ورسره به سباون كښې د امنامكه جوهري توان كارولو لپاره عملي مرسته ممكن شي۔ د روسيه سفير هيله ولرله چې د انډېونېزيا سره به د وړو يا لويو جوهري بجلي ګهرو يا ماډيولز ري ايكټرز جوړولو كښې روسيه مرسته كوي۔










