د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د بنګله ديش سرلښكر سره وليدل

پېنډۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د بنګله ديش خپلې سركاري دورې په مهال د بنګله ديش چيف آف آرمي سټاف جنرال واکر الزمان سره په ډهاكه كښې د آرمي په هېډکوارټرز كښې ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاكستان او بنګه دېش ترمېنځه په دفاعي مرسته كښې په …

پېنډۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د بنګله ديش خپلې سركاري دورې په مهال د بنګله ديش چيف آف آرمي سټاف جنرال واکر الزمان سره په ډهاكه كښې د آرمي په هېډکوارټرز كښې ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاكستان او بنګه دېش ترمېنځه په دفاعي مرسته كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د عسکري قيادت په بېلو كچو د پلاويو د شريكو تبادلو سلسله په باقاعده توګه جاري ساتلو ته يې اتفاق وكړو ۔ دواړو مشرانو په بدلېدونكې نړيوال او سيمه ايز امنيتي ماحول د خيالاتو څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمېنځه يې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ په ملاقات كښې د تربيي، مشترکه مشقونو او د ترهګرۍ مخنيوي د تجربو پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع دواړو ډلو په يو شمېر پليټ فارمز د ګمراه كونكې او انتشار لرونكې معلوماتي مهمات څخه په رامخې ته شوي نوي چېلنجز شريكه اندیښنه ګرځولو سره په دې خبره سلاح يوه كړه چې د دغې خطرو په ښه ډول مخنيوي لپاره مرستې او د ګډې هلو ځلو ته لا وده وركول ضروري دي۔

مزید خبریں