د وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم صدر سره ملاقات٬پاكستان او نړيوال اقتصادي فورم ترمينحه د قوي روابط ستائنه

رياض 28 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان سوئېلي آسيا٬ مينځنۍ آسيا او مينځنۍ ختيز ترمينځه رابطې لپاره د پل حېثيت لري٬حكومت اقتصادي اصلاحات٬مالياتي نظم وضبط٬سرمايه كارۍ٬ډيجيټل بدلون٬ د برآمدات ودې٬پبلك پرائيويټ پارټنرشپ٬ د ځوانانو افرادي قوت او آئي ټي په څانګو كښې پرمختګ ته پام لرنه كړې۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه …

رياض 28 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان سوئېلي آسيا٬ مينځنۍ آسيا او مينځنۍ ختيز ترمينځه رابطې لپاره د پل حېثيت لري٬حكومت اقتصادي اصلاحات٬مالياتي نظم وضبط٬سرمايه كارۍ٬ډيجيټل بدلون٬ د برآمدات ودې٬پبلك پرائيويټ پارټنرشپ٬ د ځوانانو افرادي قوت او آئي ټي په څانګو كښې پرمختګ ته پام لرنه كړې۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو په موقع د نړيوال اقتصادي فورم صدر او چيف ايګزيكټو آفيسر بورګے بغینډے سره ملاقات كښې كړې۔ملاقات د نړيوال اقتصادي فورم د قيادت په خواست وشو چې مقصد يې وزيراعظم ته راتلونكې كال جنورۍ كښې په ډيووس كښې د كېدونكې نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې د ګډون رسمي بلنه وركول وو۔وزيراعظم د پاكستان او نړيوال اقتصادي فورم ترمينځه قوي روابط وستائېل او د فورم په نړيواله كچه كاروباري او د جدت خوښې نيټ ورك سره د پاكستان اړيكو لا پراختيا له يې د پاكستان خوښۍ څرګنده كړه ۔د كال 2026 نړيوال اقتصاد فورم كلنه غونډې بلنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل ډيووس كښې كېدونكې غونډه كښې به د پاكستان نمائندګي كوم۔د پاكستان معيشت په اړه وزيراعظم د حكومت اقتصادي اصلاحات ذكر وكړو او په تېرو 18 مياشتو كښې په ښه ميكرو اقتصادي اشارو يې د اطمينان څرګندونه هم وكړه۔وزيراعظم ووئيل حكومت معاشي استحكام٬مالياتي نظم و ضبط٬سرمايه كارۍ٬ډيجيټل بدلون٬ د برآمدات ودې ٬پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او د ځوانانو افرادي قوت او آئي ټي په څانګو كښې پرمختګ ته پام لرنه كړې۔وزيراعظم د پاكستان زرعي معيشت لپاره د ضروري غذائي تحفظ په قوي نظام كښې د نړيوال اقتصادي فورم د ګډون هركلے كړو او خوشحالۍ لپاره د امن په اهميت يې زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د سوئېلي آسيا٬مينځنۍ آسيا او مينځنۍ ختيز ترمينځه روابط لپاره د مهم پل حېثيت لري۔بورګے بغینډے نړيوال اقتصادي فورم سره د پاكستان په فعاله كردار د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه وكړه او وې وئېل په شريكه توګه ګټورې شراكتدارۍ ته ودې وركولو لپاره د پاكستان لخوا د پرله پسې ملاتړ هيله لرم۔

مزید خبریں