اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاکستاد معيشت او توان په څانګه كښې تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ د سولرائزيشن عمل ته د مؤثره پاليسيو او د ځائي صنعت شموليت د لارې وده وركړو، د حکومت اوسنيو پاليسيو چې يو خوا د تجديد وړ توان ته وده باوري كړي ده نو بلخوا يې …
د سولرائزيشن ودې سره به قامي معيشت، ماحوليات او صنعتي ترقۍ كښې ښه والے راشي۔ بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاکستاد معيشت او توان په څانګه كښې تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ د سولرائزيشن عمل ته د مؤثره پاليسيو او د ځائي صنعت شموليت د لارې وده وركړو، د حکومت اوسنيو پاليسيو چې يو خوا د تجديد وړ توان ته وده باوري كړي ده نو بلخوا يې عام صارفين او كوچني صنعتونه هم سولر ټيکنالوجي پلو راغب كړي۔ د نهې په ورځ دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاکستان د ماحولياتي بدلون اثرات د نړۍ په مقابل كښې زيات شدت سره برداشت كړي حالانكه په نړيوال کاربن اخراج كښې زمونږ برخه د يو فيصد نه هم لږه ده۔ ده ووئيل د کلائميټ چينج په فنډز كښې د پاكستان په څېر هېوادونو ته په ترجيحي بنيادونو مرسته وركول پكار ده دغسې چې د تجديد وړ توان منصوبو ته په موثره ډول وده وركړې شي۔ ده ووئيل د پاکستان د معيشت او توان په څانګه كښې تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ د سولرائزيشن عمل ته د مؤثر پاليسيو او د ځائي صنعت شموليت د لارې وده وركړو۔











