رياض 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف بشري پرمختګ او خېرښګړې لپاره د نړيوالې همكارۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي امن خوشحالي او پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو ٬ جديد ټېكنالوجي٬ علم او تجربه به كارول وي٬ د ماحوليات بدلونونو څخه د رامخې ته كېدونكې تباهۍ مخه نيولو لپاره پور وركول د مسئلې حل نه دے٬ نړيوالې ورورولۍ له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول …
بشري پرمختګ او خېرښګړې لپاره نړيوالې همكارۍ ته اړتيا ده٬ د ماحوليات بدلونونو څخه د رامخې ته كېدونكې تباهۍ مخه نيولو لپاره پور وركول د مسئلې حل نه دے٬ نړيوالې ورورولۍ له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
رياض 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف بشري پرمختګ او خېرښګړې لپاره د نړيوالې همكارۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي امن خوشحالي او پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو ٬ جديد ټېكنالوجي٬ علم او تجربه به كارول وي٬ د ماحوليات بدلونونو څخه د رامخې ته كېدونكې تباهۍ مخه نيولو لپاره پور وركول د مسئلې حل نه دے٬ نړيوالې ورورولۍ له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي، پاکستان په لويو چېلنجونو قابو موندلے٬ د ځوانانو لويې آبادۍ له به موقع وركوٶ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو کنفرنس له مخې “آيا انسانيت په سم لور روان دے؟” په موضوع د لوړې كچې ګول ميز مباحثې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په مباحثه كښې د بېلو هېوادونو مشرانو او نمائندګانو ګډون وكړو او انسانيت ته ورمخې ته مسئلې ئې په ګوته كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف په مباحثه كښې د خبرو په مهال د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پرمختګ وژن هركلے وكړو۔ ده ووئيل د سعودي په څېر ھغه چې د نړۍ بهترۍ لپاره كوم اقدامات كوي په ھغې دوي له مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د قدرتي وسائلو نه ډك هېواد دے ٬ مونږ چې په 78 كالو كښې كومې تېروتنې كړې د ھغې نه زده كړه كولو سره مخ په وړاندې روان يو، حکومت د پاکستان بهترۍ لپاره لويو بدلونونو او اصلاحات لپاره اقدامات كړې دي٬ په بېلو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے، په اېف بي آر كښې اصلاحات كولو سره په بشپړه توګه ډيجيټائزډ كړے شوے چې ورسره په كرپشن كښې ډېر كمے راغلے دے۔ ده ووئيل د پاكستان 60 فصيده آبادي په ځوانانو مشتمل ده٬ دا ډېر لويې چېلنج هم دے او موقع هم٬ دوي ته هنر او تربيه وركولو سره دوي د ټولنې ګټور وګړي جوړوٶ دغسې چې د خپل روزګار جوګه شي۔ وزيراعظم د ماحولياتي بدلون مسئله رامخې ته كولو سره ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون څخه په سخت متاثره شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے ٬ حالانكه زمونږ په ماحولياتي روانې كښې برخه د نشت برابر ده٬ د ماحولياتي بدلونونو له امله پاكستان د سېلاب او چرقونو په څېر قدرتي افتونو سره مخ دے، ده ووئېل د كال 2022ء او په سږني كال د قدرتي افتونو په نتيجه كښې پاكستان ته د اربونو ډالرو زيان رسېدلے دے٬ د لكهونو په شمېر خونې او ولاړ فصلونه تباه شوي٬ بيا رغونې او د بحالۍ عمل لپاره مونږ نور فنډز ته اړتيا لرو خو پورونه د دې حل نه دے٬ ده ووئېل د مسلسل قرضونو څخه معيشت کمزورې كېږي، دا نړيواله انساني مسئله ده كومې لپاره چې نړيوالې ورورولۍ له به خپلې ذمه داري محسوسول وي او راوړوندې كېدل به وي۔ وزيراعظم انسانيت په سم لور روانولو لپاره په بېلو څانګو كښې د برابرۍ په مرسته زور راوړلو سره ووئيل يو بل سره په بېلو څانګو كښې مرستې سره مخ په وړاندې تګ كېدے شي، پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره به موقعې زياتول وي۔ ده ووئيل پاکستان د اے آئي پشمول د جديد ټيکنالوجي په ترلاسه كولو كښې په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے، خپل ځوانان او وسائل ترقۍ لپاره كاروٶ۔ وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د مصنوعي ذهانت څخه ګټه پورته كولو لپاره ټول وسائل كاروٶ٬ په زرعي څانګه او صنعتونو كښې جدت لپاره اے آئي څخه استفاده كوٶ، زرعي څانګه كښې ترقۍ لپاره ځوانانو ته د جديد ټيکنالوجۍ تربيه وركوٶ۔ د ګلوبل نارتھ ګلوبل سائوتھ سره پرمختګ لپاره د همكارۍ په ضرورت زور راوړلو سره ده ووئېل خپل علم او تجربې د انسانيت ترقۍ او خېرښګرې لپاره به استعمالوو۔ ده ووئيل د زرعي څانګې پرمختګ لپاره د پاکستان ځوانان چين څخه تربيه ترلاسه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل پاكستان د زياتې آبادۍ لرونكے هېواد دے٬ 24 کروړه اولس يو لويې چېلنج دے خو مونږ د خپل اولس پرمختګ و خوشحالۍ او امن لپاره هر وخت فعاله او بېدار يو او په ميکرو ليول استحکام ترلاسه كولو كښې كامياب شوې يو، اګرچه دا كافي نه ده خو مونږ اميد لرو چې شپه او ورځ محنت كولو سره به پخپلو مسئلو قابو ومومو۔ ده د خپلې كورنۍ مثال وركړو چا چې په كال 1972 كښې خپل ټول کاروبار او صنعت په سرکاري توګه قوميائے كښې د تللو نه پس د اميد لمن نه وه پرېښودې او شپه او ورځ محنت كولو سره ئې خپل د لاسه وركړے شوے مقام ترلاسه كړو۔وزيراعظم ووئيل كلكې ارادې او عزم او حوصلې سره يوه كاميابي هم ناممكن نه وي۔











