اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هر تمدن پرمختګ د خلائي ټیکنالوجۍ په مهارت ترلاسه كولو كښې دے ٬ په قرآن مجيد كښې مونږ ته د تسخير کائنات امر شوے دے۔ د نهې په ورځ د هائي سپيډ انټرنيټ او د کمرشل سيټلائټ پرانستې په موقع خپلې وېنا كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل خلائي ټيکنالوجي د …
ډيجيټل معيشت ته ودې وركولو سره به ځوانانو لپاره د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هر تمدن پرمختګ د خلائي ټیکنالوجۍ په مهارت ترلاسه كولو كښې دے ٬ په قرآن مجيد كښې مونږ ته د تسخير کائنات امر شوے دے۔ د نهې په ورځ د هائي سپيډ انټرنيټ او د کمرشل سيټلائټ پرانستې په موقع خپلې وېنا كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل خلائي ټيکنالوجي د “اړان پاکستان” د وژن بنيادي ستن ده او د تېرو دوو كالو په مهال پاکستان څلور سيارې خلاء ته لېږلې دي۔ ده ووئيل پاکستان اوس د خپل سيټلائټ د لارې د انټرنيټ سروس وركولو صلاحيت ترلاسه كړے دے كوم چې د هېواد په ډيجيټل انفراسټرکچر كښې يو سنګ مېل دے۔ احسن اقبال ووئيل ډيجيټل معيشت ته ودې وركولو سره به ځوانانو لپاره د لكهونو په شمېر د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل حکومت فائبر، فائيو جي او د کمرشل سيټلائټ ټيکنالوجۍ امتزاج سره يو جديد او او تړلي پاكستان بنياد ږدي۔ ده ووئيل د “اي-پاکستان” مقصد د هېواد د هر ګوټ ځوانان نړۍ سره تړل دي دغسې چې دوي د ډيجيټل معيشت برخه شي











