د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د او آئي سي داخله وزيرانو په غونډه كښې ګډون لپاره تهران ته ورسېد

تهران/اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د او آئي سي داخله وزيرانو غونډه كښې ګډون لپاره په يوه ورځنۍ دوره تهران ته رسېدلے دے ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د تهران هوائي مېدان ته په رسېدو د كورنيو چارو وزير تود هركلے اوشو ۔د ايران داخله وزارت ډپټي وزير علي زينوند٬په ايران كښې د پاكستان سفير محمد مدثر ټيپو او اعلٰی چارواكو …

تهران/اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د او آئي سي داخله وزيرانو غونډه كښې ګډون لپاره په يوه ورځنۍ دوره تهران ته رسېدلے دے ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د تهران هوائي مېدان ته په رسېدو د كورنيو چارو وزير تود هركلے اوشو ۔د ايران داخله وزارت ډپټي وزير علي زينوند٬په ايران كښې د پاكستان سفير محمد مدثر ټيپو او اعلٰی چارواكو د داخله وزير محسن نقوي هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د تهران اي سي او داخله وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔د اخله وزير به د ايران اعلٰی چارواكو سره مهم ملاقاتونه هم كوي۔

مزید خبریں