پاكستان په تركيه كښې د زلزله ځپليو خلقو او حكومت سره د يو والي څرګندونه

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)پاكستان په تركيه كښې د راغلې زلزلې نه پس ځپليو خلقو٬اولس او حكومت سره د يو والي څرګندونه كړې ده ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم ايكس خپل پېغام كښې ووئېل پاكستان تركيه كښې د راغلې 6.1 شدت زلزلې نه پس د تركيې اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونې سره ولاړ دے۔ده …

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)پاكستان په تركيه كښې د راغلې زلزلې نه پس ځپليو خلقو٬اولس او حكومت سره د يو والي څرګندونه كړې ده ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم ايكس خپل پېغام كښې ووئېل پاكستان تركيه كښې د راغلې 6.1 شدت زلزلې نه پس د تركيې اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونې سره ولاړ دے۔ده ووئيل پاكستان تركيې له رېسكيو او رېليف هڅو كښې د انساني يو والي په بنياد مرستې وركولو لپاره چمتو دے۔ده ووئيل زمونږ دعاګانې ټولو ځپليو سره دي۔نائب وزيراعظم ووئيل منطقه به په تندۍ سره او ريزيلينس سره بحال شي۔د يادونې وړ ده تېره شپه د تركيې په مغرب بالي سير ولايت په سندرګي اولسوالۍ كښې د 6.1 شدت زلزله راغلې وه۔

مزید خبریں