اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د تركيه 102مې جمهوري ورځ د خوشحالۍ په موقع د تركيې حكومت او ورور اولس له مباركي وركولو سره ووئېل دا ورځ د نړيوال تاريخ يوه مهمه لمحه په ګوته كوي كله چې د مصطفٰی كمال اتاترك بصيرت لرونكې قيادت كښې د ريزيلنټ ترك قام د اصلاح٬پرمختګ او د تجديد په لار روان شو۔د نهې په ورځ د ايوان صدر …
صدر مملكت آصف علي زرداري د تركيې جمهوري ورځ په موقع د تركيه حكومت او اولس له مباركي وركړه٬تركيې سره د پاكستان د مستقل يو والي پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د تركيه 102مې جمهوري ورځ د خوشحالۍ په موقع د تركيې حكومت او ورور اولس له مباركي وركولو سره ووئېل دا ورځ د نړيوال تاريخ يوه مهمه لمحه په ګوته كوي كله چې د مصطفٰی كمال اتاترك بصيرت لرونكې قيادت كښې د ريزيلنټ ترك قام د اصلاح٬پرمختګ او د تجديد په لار روان شو۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې جمهوريه ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وكړه ۔ده ووئيل د تركيې خلقو چې په كومه حوصله او عزم سره خپل تقدير جوړ كړے هغه به د ټولې نړۍ نسلونه متاثره كوي٬علامه اقبال او قائداعظم د تركيې جمهوريه قيام كښې د تركيې اولس مېړنې قيادت او د انقلابي اصلاحات ستائنه كړې كومو چې تركيه په نړۍ كښې مثالي قام جوړ كړے۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د پاكستان اولس په زړونو كښې د تركيه يو خاص مقام لري٬د دواړو قامونو ترمينځه ژورې رشتې په شريك تاريخ٬عقيده او شريك احترام اډاڼه دي۔ده ووئيل دواړه قامونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره غېر متزلزل او لكه د غر پشان ولاړ دي٬د ژوند په ټولو څانګو كښې تركيې سره اداره جاتي تعلق مضبوط او متحرك دے۔صدر مملكت هيله څرګند كړه چې څنګه څنګه مونږ مخ په وړاندې ځوو دا اړېكې به په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ده د وياړ او جشن دې ورځ په موقع د تركيې سره د پاكستان د مستقل يو والې پخلې كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې زمونږ ملګرتيا راتلونكو كلونو كښې به لا قوي شي۔صدر مملكت دعا وكړه چې لويې څښتن دې جمهوريه تركيه ته ډېرې مودې امن٬پرمختګ او خوشحالي وركړي۔











