وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د غوښې تجارت په اړه غونډه

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د غوښې تجارت په اړه د مرستې زياتولو غونډه د نهې په ورځ د تجارت په وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې پاكستان ملائېشيا ته د غوښې برآمدات زياتولو او د دې څانګې لپاره جامع پالېسۍ فريم ورك جوړولو په اړه د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د نېشنل …

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د غوښې تجارت په اړه د مرستې زياتولو غونډه د نهې په ورځ د تجارت په وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې پاكستان ملائېشيا ته د غوښې برآمدات زياتولو او د دې څانګې لپاره جامع پالېسۍ فريم ورك جوړولو په اړه د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم د صنعت خاص مرستيال هارون اختر خان٬ د اړوندو وزارتونو سينئر چارواكو او د نجي څانګې استازو ګډون وكړو۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل د پاكستان حكومت د غوښې برآمدات بنياد قوي كولو او د اعلٰی قدر نړيوالو منډيانو په خاص توګه تر ملائېشيا زياته رسنه باوري كولو له عزم لري۔ده ووئيل وزيراعظم كمېټۍ ته په دې اړه د جامع پالېسۍ جوړولو كار سپارلے دے كوم چې تر لنډې مودې برآمدي چېلنجونو او د ډېرې مودې سيكټرل اصلاحات دواړو حل كولو تشكيل كړې شوې۔غونډې ته خطاب كولو په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر ووئېل ملائېشيا ته د غوښې برآمدات لپاره د پاكستان موجوده صلاحيت 200 ملين امريكائي ډالر ت هنزدې دے خو د دې هدف سر كولو لپاره په ځناورو كښې د خلې رنځ(ايف ايم ډي) او د هډوكي غوښې په برآمدات د بندېز پشان خنډان لرې كولو لپاره سمدستي كاروائي ته ضرورت دے۔ ده وضاحت وكړو چې د پاكستان مسابقت متاثر كيږي ځكه چې د هند برآمد كوونكي د ځناورو د هډوكو غوښه استعمالولې شي او پاكستان له به د ايف ايم ډي بندېزونو له امله د هډوكي نه غېر غوښه برآمد كول وي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين په ځناورو كښې په رنځ قابو موندلو او د لائيو سټاك معيار ښه كولو لپاره د نېشنل فوډ اينډ سكيورټي اينډ ريسرچ وزارت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو ۔ده غونډې ته ووئيل پنجاب كښې د ايف ايم ډي كنټرول او فيډ لاټ فيتننګ لپاره وړاندې نه مهم اقدامات پورته شوي او دغسې اقدامات تر نورو صوبو هم زياتولې شي۔مؤثر كوآرډينېشن او فالو اپ باوري كولو لپاره څلور كمېټۍ جوړې كړی شوي چې پكښې په رنځونو قابو موندل٬ د نسل بهترۍ او د حكومتي سهولت كارۍ اقدامات پشمول مهمې چارې حل كړی شوي۔كمېټۍ حلال سرټيفيكېشن او نړيوال معيار باوري كولو لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت په شموليت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔۔

مزید خبریں