رياض 28 اکتوبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ رياض كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ملاقات كړے دے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكو٬ د غزه صورتحال پشمول سيمه ايز او نړيوال پېشرفت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او د ملګرو ملتونو پشمول …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار رياض كښې د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ملاقات٬ د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز مرستې لپاره د شريك عزم پخلے

مزید خبریں
رياض 28 اکتوبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ رياض كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ملاقات كړے دے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكو٬ د غزه صورتحال پشمول سيمه ايز او نړيوال پېشرفت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او د ملګرو ملتونو پشمول به ګڼ اړخيزه فورمز مرستې لپاره يې د خپل شريك عزم پخلېےوكړو۔ده ټولو څانګو كښې پاك-سعودي ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ ته لا پراختيا وركولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا رشتو لا قوي كولو په اړه اتفاق وكړو۔نائب وزيراعظم خارجه وزير فيصل بن فرحان او د سعودي عرب مشرتابه له د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو فورم په كامياب كوربتوب مباركي وركړه او په ښه مېلمستيا يې د هغوي مننه وكړه۔











