اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اونګزيب خان كهچي د فارمنګ آرټس نېشنل آرټ كونسل پخوانې ډائرېكټر سيد عارف جعفري په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل سيد عارف جعفري په پاكستان كښې د موسيقۍ ودې لپاره ځانګړې خذمات ترسره كړي٬د هغه شمېره د هېواد په نوموړو شپېلۍ غږونكو كښې …
وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د فارمنګ آرټس پخوانې ډائرېكټر سيد عارف جعفري په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اونګزيب خان كهچي د فارمنګ آرټس نېشنل آرټ كونسل پخوانې ډائرېكټر سيد عارف جعفري په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل سيد عارف جعفري په پاكستان كښې د موسيقۍ ودې لپاره ځانګړې خذمات ترسره كړي٬د هغه شمېره د هېواد په نوموړو شپېلۍ غږونكو كښې كيدله ٬ارواښاد د موسيقۍ اعلٰی تعليم بهر هېواد څخه ترلاسه كړے ؤ او د خپل فني مهارت د لارې يې ځوان كل متاثره كړے ۔دغسې د قامي ورثه او كلتور وزارت سيد عارف جعفري خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔اورنګزيب خان كهچي ووئيل د ارواښاد فني خذمات به تل ياد ساتلې شي۔اورنګزيب خان كهچي دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











