سيد يوسف رضا ګېلاني د نړيوال پارلماني كنفرنس په موقع د آذربائيجان سپيکر سره وليدل

باکو/اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آذربائيجان د آئين منظورۍ په 30مه سالګره د نړيوال پارلماني كنفرنس په موقع د آذربائيجان د ملي مجلس سپيکر صاحبا غفاروا سره په رسمي توګه دوه اړخيزه ملاقات كړے۔ د سېنېټ چيئرمېن د آذربائيجان قيادت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې٬ د ورورولۍ او په …

باکو/اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آذربائيجان د آئين منظورۍ په 30مه سالګره د نړيوال پارلماني كنفرنس په موقع د آذربائيجان د ملي مجلس سپيکر صاحبا غفاروا سره په رسمي توګه دوه اړخيزه ملاقات كړے۔ د سېنېټ چيئرمېن د آذربائيجان قيادت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې٬ د ورورولۍ او په باور اډانه د اړيكو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل امن، سلامتيا او د خوشحالۍ هلې ځلې د رياستونو انفرادي هدف نه دے بلكې د پاکستان او آذربائيجان مشترکه مشن دے او دواړه هېوادونه د مشتركه مذهبي، تاريخي او كلتوري مماثلتونو په مضبوطو رشتو تړلې دي۔ په دې موقع يوسف رضا ګيلاني د سپيکر صاحبا غفاروا سره په بيا ملاقات كولو د خوشحالۍ څرګندونې سره ووئيل څو ورځې وړاندې په اسلام آباد كښې د ملاقات نه پس بيا باکو ته راتګ د خوشحالۍ خبره ده۔ ده په اسلام آباد كښې د پاکستان، آذربائيجان او ترکيه درې هېواديز پارلماني كنفرنس سيمه ايزې پارلماني مرستې لپاره يو سنګ ميل وګرځولو۔ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني آذربائيجان له په منطقه كښې د امن او استحكام په وده مباركي وركولو سره ووئيل آرمينيا سره مفاهمتي اقدامات به په منطقه كښې د پرمختګ او امن نوې لارې پرانځي۔ سپيکر صاحبا غفاروا د چيئرمېن تود هركلي كولو سره ووئيل په يوه مياشت كښې د دوو مشرانو ترمېنځه دوېم ملاقات د دوه اړخيزه اړيكو د مضبوطيا علامت دے۔ هغې د پاكستان خپلې دورې په مهال په شوي كوربتوب مننه وكړه او يوسف رضا ګيلاني د ” آئين كال او رياست” په دستورو كښې په ګډون كولو مننه وكړه د كومې چې صدر الهام علييف د کاراباخ ريجن د بشپړه خپلواكۍ نه وروستو د لمانځلو اعلان كړے ٶ۔ سپيکر غفاروا آرمينيا سره د امن او پرمختيائي اقدامات په اړه يوسف رضا ګيلاني ته ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني مرستې ته ودې وركولو لپاره نورو اقداماتو ته اړتيا ده٬ دواړو مشرانو د شريكو روابطو، پارلماني پلاويو د تبادلې او مشتركه پرمختيائي او د اولسي منصوبو د لارې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں