د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني آذربائيجان ته ورسېد

باکو/اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آذربائيجان پايه تخت باکو ته رسېدلے چرته چې به هغه د آذربائيجان د آئين منظورۍ د 30مې سالګري په موقع نړيوال پارلماني كنفرنس كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په حېدر عليئيو انټرنيشنل ايئرپورټ د چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني او د ھغه د پلاوي تود …

باکو/اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آذربائيجان پايه تخت باکو ته رسېدلے چرته چې به هغه د آذربائيجان د آئين منظورۍ د 30مې سالګري په موقع نړيوال پارلماني كنفرنس كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په حېدر عليئيو انټرنيشنل ايئرپورټ د چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني او د ھغه د پلاوي تود هركلي لپاره د آذربائيجان ملي مجلس دوهم سپيکر موسا ګاسملي، د آذربائيجان-پاکستان پارلېماني دوستي ګروپ مشر کمال الدين ګفاروو او د دواړو هېوادونو سفيران موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن به د خپلې دورې په مهال په ملي مجلس كښې په نړيوال پارلماني كنفرنس كښې ګډون كوي د كوم موضوع چې “آئين — په جديد نړۍ كښې د رياستونو د خپلواكۍ او آزادۍ بنياد”دے۔ په كنفرنس كښې به د ګردې نړۍ د بېلو هېوادونو پارلماني مشران ګډون كوي او د آئين په اهميت، رياستي خپلواكۍ تقاضو او د جمهوري اقدارو په استحکام به د خيالاتو څرګندونه كوي

مزید خبریں