اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 30 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د ضلعي انتظاميې نوي سرویلنس رپورټ له مخې د فیلډ ډلو لخوا په تېره يوه ورځ كښې د 41 زره 776 ځايونو چېكنګ وكړے شو ٬ د چېكنګ په مهال په 278 ځايونو كښې لاروا پازېټو رپورټ شوه۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د …
په اسلام آباد كښې د 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 30 كيسونه رامخې ته شول: ضلعي انتظاميه

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 30 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د ضلعي انتظاميې نوي سرویلنس رپورټ له مخې د فیلډ ډلو لخوا په تېره يوه ورځ كښې د 41 زره 776 ځايونو چېكنګ وكړے شو ٬ د چېكنګ په مهال په 278 ځايونو كښې لاروا پازېټو رپورټ شوه۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي ځپليو نور 30 كېسونه رامخې ته شول٬ په كليوالو سيمو كښې 18 او ښاريزو سيمو كښې د 12 رنځورانو تصديق شوے ٬ په روغتونونو كښې درملنو له د بستر شوو رنځورانو شمېره 62 ته رسېدلې ده۔ په بهارہ کهو كښې څلور رنځوران رپورټ شوي۔ په ځپليو سيمو كښې د فیلډ ډلو سرویلنس او فوګنګ روان دے۔ د ضلعی انتظامیې له مخې د ډينګي مخنيوي اېس او پيز په خلاف ورزۍ كولو به سمدستي قانوني كارروائي كولې شي۔ چارواكو ووئيل له اولسي مرستې پرته په ډينګي بشپړ قابو موندل ممكن نه دي٬ بايد د شهري انتظاميې مرسته وكړې شي۔ دوئي ووئيل د ډينګي مخنيوي كمپائن په مهال به كوم ډول غفلت ونه زغملې شي











