په آزاد كشمير كښې د حكومت په ممكنه بدلون مسلم ليګ ن خپل واضحه موقف وړاندې كړو

اسلام آباد۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) په آزاد كشمير كښې د حكومت ممكنه بدلون په اړه مسلم ليګ خپل واضحه موقف وړاندې كړو۔ لارښودو د دې عزم څرګندونه وكړه چې په آزاد كشمير كښې ښه واكمني ٬ سپېځلتيا او د اولس خدمت به باوري كولې شي ٬ دغسې چې د اولس باور بحال شي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه كښې د …

اسلام آباد۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) په آزاد كشمير كښې د حكومت ممكنه بدلون په اړه مسلم ليګ خپل واضحه موقف وړاندې كړو۔ لارښودو د دې عزم څرګندونه وكړه چې په آزاد كشمير كښې ښه واكمني ٬ سپېځلتيا او د اولس خدمت به باوري كولې شي ٬ دغسې چې د اولس باور بحال شي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه كښې د آزاد كشمير په سياسي صورتحال او د سباون په تګلاره تفصيلي غور وشو۔ غونډه كښې د وزيراعظم صلاحكار رانا ثنا الله ٬ د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ٬ د مسلم ليګ ن د آزاد كشمير صدر شاه غلام قادر ٬ سينئر لارښودو چوهدري طارق فاروق٬ افتخار ګېلاني بشمول پارلماني ليډر راجه فاروق حېدر ٬ احمد رضا قادري٬ راجه صديق او مشتاق منهاس بشمول نورو ګدون وكړو۔ د غونډې نه پس خبريالانو ته احسن اقبال ووئېل د مسلم ليګ پارلماني پارټۍ د كشمير كمېټۍ په غونډه كښې مهمې پرېكړې كړي دي۔ د موجوده آزاد كشمير حكومت د نا اهلۍ په سبب انتظامي ګورننس او د پرمختګ په عمل كښې شديد مسائل رامخې ته شوي وو٬ ځكه د آزاد كشمير اولس حوشحالۍ لپاره په موجوده سېټ آپ كښې بدلون ضروري شوے دے۔ احسن اقبال ووئېل مسلم ليګ ن به د آزاد كشمير په بې باورۍ تحريك كښې پيپلز پارټي له ووټ وركوي خو د تحريك كاميابۍ نه پس به د حكومت برخه نه جوړېږي ٬ مسلم ليګ به په آزاد كشمير كښې د زړه پورې اپوزېشن كردار ادا كوي او د اولسي هيلو به ترجماني كوي۔ انجينئر امير مقام ووئېل مسلم ليګ د آزاد كشمير سره تاريخي او قوي رشته لري ٬ په ماضي كښې د مسلم ليګ حكومت په آزاد كشمير كښې رېكارډ پرمختيائي كارونه كړي او د واكمنۍ په څانګه كشې يې هم په زړه پورې كار تر سره كړے دے ۔

مزید خبریں