ملګري ملتونه ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان په ملګرو ملتونو كښې راجوړ كړي سيمينار كښې په ’’ون چائنا‘‘پالېسی د كلك اودرېدو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي تائیوان د عوامی جمهوریه چين يو نه منسوخ كېدونكې برخه ده۔ د سیمینار خاص مېلمه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان پخوانے استازے منير اكرم ؤ۔ په سيمينار كښې ګډون كوؤنكو نزدې 40 سفارتكارو او پوهانو سره خپلو خبرو كښې په ملګرو …
د پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د ’’ون چائنا ‘‘ پالیسۍ ملاتړ كولو پخلے ٬ د چين د مستقل مشن تر سېوري لاندې دستوره كښې د پاكستان د پخواني استازي منير اكرم د خاص ميلمه په حيث ګډون

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان په ملګرو ملتونو كښې راجوړ كړي سيمينار كښې په ’’ون چائنا‘‘پالېسی د كلك اودرېدو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي تائیوان د عوامی جمهوریه چين يو نه منسوخ كېدونكې برخه ده۔ د سیمینار خاص مېلمه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان پخوانے استازے منير اكرم ؤ۔ په سيمينار كښې ګډون كوؤنكو نزدې 40 سفارتكارو او پوهانو سره خپلو خبرو كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار ووئيل پاكستان د يو مضبوط او فولادي ملګري په توګه تل په’’ون چائنا ‘‘ اصول ولاړ پاتي شوے ٬ دا دريځ د نړيوالې ورورولۍ لخوا په نړيواله كچه تسليم كړے شوے او قانوني حېثيت لري۔ د سیمینار كوربتوب په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل مشن كولو۔ د عمومي اسمبلۍ د قرارداد 2758 له مخې كوم چې په 25 اکتوبر كال 1971 په زيات اكثريت سره منظور كړے شوے ؤ لاندې د تائيوان په ملګرو ملتونو كښې ركنييت ختم كړے شوے ؤ او د عوامي جمهوريه چين د قانون حقونه بحال كړے شوې وو۔ دغه وخت پاكستاني پلاوي د كوم مشري چې د پاكستان نوموړي سفارتكار آغا شاهي كوله په دغه مهم كښې كمپائن كردار ترسره كړے ؤ چې په نتيجه كښې يۍ د آزادۍ 23 كاله وروستو په ملګرو ملتونو كښې د چين نه منسوخ كېدونكي حقونه بحال شول۔ دې څخه وړاندې په ملګرو ملتونو كښی د پاكستان پخواني سفير منېر اکرم د امریکی مخالفت باوجود د قرارداد 2758 منظورۍ څخه وړاندې د ډرامائي پېشرفت د سترګو ليدلے حال بيان كړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي فو کانګ د منېر اكرم مننې كولو سره هغه يو’’محترم سفارت کار‘‘ وګرځولو۔ چينائي استازي ووئيل تائيوان د چين يوه لازمي برخه ده۔ د تائيوان يو غېر متعين حېثيت دروغ دي كوم ته چې ډېرو كمو قوتونو وده وركړې ده۔ د قرارداد 2758 كوم تحريف يا ناوړه تشريح نړيوال نظام چېلنج كوي او له دويم ستر جنګ څخه وروستو به ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو اتھارټي كاميابه نه شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي به د ون چائنا په پالېسۍ ولاړه پاتې وي۔ په دې موقعه په ملګرو ملتونو كښې د الجزائر سفیر امر بېندجمعه ، د برازیل سفیر سرجیو فرانکا ډینیس ، د نکاراګوا سفیر جمائما هرمېډا کاسټیلو او د کمبوډیا کے سفیر چھیا کیو د يو چين اصولي ملاتړ څرګندونه وكړه۔











