د بنګله ديش عبوري مشر یونس لخوا جنرال ساحر شمشاد ته په وړاندې كړې ګرېټر بنګله ديش نقشه د هند غبرګونونه رامخې ته شول

ډھاکه۔28 اکتوبر(اے پی پی) د بنګله دېش عبوري مشر یونس لخوا جنرال ساحر شمشاد ته په وړاندې كړې د ګرېټر بنګله ديش نقشې په ضد چې پكښې د هند قطبي ختيز رياستونه چې په كښې آسام شامل دے د بنګله دېش د برخې په توګه ښودلې شوي ٬ په هند کښې پرې تند غبرګونونه رامخې ته شوي دي ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د پاكستان د جوائنټ چیفس …

ډھاکه۔28 اکتوبر(اے پی پی) د بنګله دېش عبوري مشر یونس لخوا جنرال ساحر شمشاد ته په وړاندې كړې د ګرېټر بنګله ديش نقشې په ضد چې پكښې د هند قطبي ختيز رياستونه چې په كښې آسام شامل دے د بنګله دېش د برخې په توګه ښودلې شوي ٬ په هند کښې پرې تند غبرګونونه رامخې ته شوي دي ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د پاكستان د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا ته د بنګله دېش اوسنۍ دورې په مهال عبوري مشر يونس خپل تصنیف ’’آرټ آف ټرائمف‘‘ ډالۍ كړو د كوم په اولني مخ چې دا نقشه ښكاره ليدلې شوه۔ وروستو د بنګله دېش عبوري مشر د دې ملاقات عكسونه په سوشل ميډيا شيئر كړل چې ورسره په هند كښې تند غبرګونه رامخې ته شوي۔ د هند ميډيا په خپلو زهرجنو بيانونو كښې ووئيل دا نقشه د هغه انتها خوښو ډلو دنظريو سره مماثلت لري كوم چې د ګرېټر بنګله دېش خوب ريښتيا كولو ادعاګانې كوي بياهم د بنګله دېش عبوري حكومت لخوا په دې اړه كوم سپيناوې نه دې جاري كړے شوے ٬ دغسې د نوي ډيلي خارجه وزارت هم تر دې دمه غلے پاتي دے۔ څېړنكارو وئيلي دي د يونس په اقتدار كښې له راتللو څخه وروستو په خارجه پالېسۍ كښې ښكاره بدلون رامخې ته شوے دے۔ د بنګله دېش عبوري حكومت نه يوازې پاكستان بلكې چين سره هم خپل تړون مضبوط كړے دے او هم دا سبب دے چې هند سره د بنګله دېش اړيكې زياتې پېچلې شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې يونس دې څخه وړاندې هم د هند د قطبي ختيزو سيمو په اړه بيانونه وركړې وو كوم چې هند مسترد كړې وو۔ د سږ كال اپرېل مياشت كښې د چين دورې په مهال يونس د هند ځينې رياستونو په اړه وئيلي وو چې بنګله دېش د دې منطقې يوازنۍ سمندري دروازه ده۔ د دې ډول بيانونو په ځواب كښې هند خپل سخت غبرګون ښودلو سره د بنګلادېش سامان د هند د لارې نیپال، بھوټان او میانمار ته د ترسيل لوظنامه منسوخ كړې وه۔ صورتحال هغه وخت زيات ناوړه شو كله چې د يونس نزدې ملګري مېجر جنرل ریټائرډ فضل الرحمان بيان وركړو چې كه هند په پاكستان بريد وكړو نو بنګله دېش به له وروستو څخه چين سره په ګډه د هند په قطبي ختيزو سيمو قبضه وكړي۔ دغسې د يونس يو بل پلوي ناهيد الاسلام هم د ګرېټر بنګلادېش په تصور مشتمل نقشه په سوشل ميډيا جاري كړې وه په كومه كښې چې د مغربي بنګال ٬ ترېپوره او آسام ځينې برخې شاملې وې۔ د مبصرینو له مخې يونس په حقيقت كښې په سوئيلي آسيا كښې د طاقت توازن ته له نوي سر څخه د ترتيب وركولو هڅه كوي چې ورسره هند سخت سفارتي فشار سره مخ شوے دے۔ د پاکستان او چین ترمينځه زياتېدونكے تړون په دې نوے محور كښې د بنګله دېش شموليت هند لپاره د خطرې سبب جوړېدے شي

مزید خبریں