اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د جمهوريت بقا د كاركردګي، نمائندګۍ او د سپېځلتيا سره تړلې ده٬ د اولس خدمت او د باور بحالۍ نه غېر جمهوري نظام مضبوطېدے نشي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د "سوشل ډيموكريسي: ځائي او نړيوال اړخ" په سرخط كنفرنس كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل د اړان …
د جمهوريت بقا د كاركردګۍ، نمائندګۍ او سپېځلتيا سره تړلې ده٬ د اولس خدمت او د باور بحالۍ نه غېر جمهوري نظام مضبوطېدے نشي۔ احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د جمهوريت بقا د كاركردګي، نمائندګۍ او د سپېځلتيا سره تړلې ده٬ د اولس خدمت او د باور بحالۍ نه غېر جمهوري نظام مضبوطېدے نشي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د “سوشل ډيموكريسي: ځائي او نړيوال اړخ” په سرخط كنفرنس كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل د اړان پاكستان وژن هېواد په معاشي توګه مضبوط، جديد او د پائيدار پرمختګ په لاره د روانولو منصوبه ده۔ ده ووئيل ځائي حكومتونه اختيار منده كولو نه غېر جمهوريت مستحكمېدې نشي، د اختياراتو لاندې كچې ته منتقلۍ نه غېر اولسي شموليت ممكن نه دے۔ ده ووئيل مېرمنو او ځوانانو ته د پرمختګ برابر موقعې وركولو ته حكومت پاملرنه كوي ځكه چې هم دا طبقه به د هېواد د سباون مشري كوي۔











