اسلام آباد۔28 اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د پاکستان اسټون ډوېلپمنټ کمپنۍ (پاسډیک) غونډې مشري وكړه۔ د صنعت او پېداوار لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په پاكستان كښې د جوړېدونكو ماربل په معيار او په برآمدي صلاحيت خبرې وشوې۔ په دې موقع د نړيوال معيار او په خاص …
د هارون اختر خان ماربل انډسټري ته ودې وركولو له د منصوبې جوړولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد۔28 اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د پاکستان اسټون ډوېلپمنټ کمپنۍ (پاسډیک) غونډې مشري وكړه۔ د صنعت او پېداوار لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په پاكستان كښې د جوړېدونكو ماربل په معيار او په برآمدي صلاحيت خبرې وشوې۔ په دې موقع د نړيوال معيار او په خاص توګه د اطاليا د تجربو حواله وركړې شوه۔ هارون اختر خپلو خبرو كښې ووئيل د پاکستان ماربل انډسټری بلها صلاحيت لري كوم چې برآمدات ته د ودې وركولو د لارې د هېواد معيشت مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل حكومت عزم لري چې د پاكستان ماربل معيار نړيوالې كچې ته ورسولې شي دغسې چې برآمدات زيات شي او هېواد لپاره قيمتي زرمبادله ترلاسه شي۔ ده زياته كړه چې د ماربل انډسټري ودې سره به په هېواد كښې د زرګونو په شمېر د روزګار موقعې رامخې ته شي كومې به چې د صنعتي پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې دواړو لپاره ګټورې وي۔ هارون اختر خان د عصري ټېكنالوجۍ او اختراعي تګلارې په خپلولو زور راوړو دغسې چې د ماربل كوالټي او پېداواري استعداد لا ښه كړے شي۔ هارون اختر خان پاسډیک ته هدايت وكړو چې په يوه اوونۍ كښې د ماربل انډسټرۍ معیار، پېداوار او نړيوال مسابقت ښه كولو له يوه بشپړه منصوبه جوړه كړي











