اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي سينيټر شيري رحمان سره د اروپائي ائتلاف ترقۍ لپاره د پارلماني كميټۍ (DEVE) پلاوي ليدلي۔ د سينيټ سيكرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري لوكاس مينډل (EPP، آسټريا) كوله دوي سره رابرټ بيډرون (نائب چيئرمين ډي اي وي اي او د اروپائي پارلمان سينئر غړي شامل وو۔ سينيټر شيري رحمان د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل …
د نړيوال چيلنجز په مشتركه حل كښې د پارلمانونو كردار ډېر اهم دے۔ د سينيټر شيري رحمان د اروپائي ائتلاف پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي سينيټر شيري رحمان سره د اروپائي ائتلاف ترقۍ لپاره د پارلماني كميټۍ (DEVE) پلاوي ليدلي۔ د سينيټ سيكرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري لوكاس مينډل (EPP، آسټريا) كوله دوي سره رابرټ بيډرون (نائب چيئرمين ډي اي وي اي او د اروپائي پارلمان سينئر غړي شامل وو۔ سينيټر شيري رحمان د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل چې د پارلمانونو ترمېنځه دوه اړخيزه سفارت كاري د نړيوال چيلنجز په مشتركه حل لپاره ډېر ضروري ده۔ دې ووئيل چې په خاص توګه پرمختيائي مرسته د تجارت، اولس صحت، نقل مكاني او د جاري انساني بحرانونو په څانګو كښې ډېره اهمه ده ۔ دې ووئيل چې مونږ د پارلماني مكالمے اهميت تسليموٶ۔











