پاكستان د پوليو رنځ څخه پاكولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ وفاقي وزير سيد مصطفٰي كمال

اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيليدي چې پاكستان د پوليو رنځ څخه پاكولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان څخه د پوليو د خاتمې پوخ عزم كړے دے۔ د قامي صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاكټر كرس ايلس او د ډبليو اېچ او …

اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيليدي چې پاكستان د پوليو رنځ څخه پاكولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان څخه د پوليو د خاتمې پوخ عزم كړے دے۔ د قامي صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاكټر كرس ايلس او د ډبليو اېچ او ريجنل ډائريكټر ډاكټر حنان بلخي سره په ملاقات كښې كړې۔ دوي د پوليو خاتمې لپاره په شوې اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې په هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائنز كاميابۍ لپاره كوټلې او موثره لائحه جوړه كړې شوې ده۔ ده ووئيل په سوئيلي خېبرپښتونخوا، مېنځني پاكستان او د كراچۍ پشمول هائي رسك ضلع وته خاص پام كولې شي۔ ده ووئيل چې د پوليو پروګرام او د حفاظتي ټيكه جات پروګرام ترمېنځه همكارۍ ته لا وده وركوٶ۔ په دې موقع د پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاكټر كرس ايلس د پوليو په ضد د پاكستان د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل چې د پاكستان سره به د پوليو خاتمې لپاره په هره كچه بشپړه مرسته جاري ساتلے شي۔

مزید خبریں