ګوجرانواله ۔28 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوجرانواله كښی د نادرا سنټر ناڅاپي دوره وكړه او دغلته يۍ د شناختي كارډز او نورو دستاوېزات جوړولو عمل بشپړ جاج واغست۔ وفاقي وزير په سنټر كښې موجودو وګړو سره ملاقات وكړو او د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې۔ وګړو د نادرا سنټر په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل دلته هغوي زيات انتظار سره نه مخ …
د وفاقي وزير محسن نقوي ګوجرانواله كښې د نادرا سنټر دوره ٬ د وګړو مسئلو په سمدستي توګه د حل كولو احكامات

مزید خبریں
ګوجرانواله ۔28 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوجرانواله كښی د نادرا سنټر ناڅاپي دوره وكړه او دغلته يۍ د شناختي كارډز او نورو دستاوېزات جوړولو عمل بشپړ جاج واغست۔ وفاقي وزير په سنټر كښې موجودو وګړو سره ملاقات وكړو او د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې۔ وګړو د نادرا سنټر په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل دلته هغوي زيات انتظار سره نه مخ كيږي او عمله په زړه پورې مرسته كوي۔ د دورې په مهال په ځينې كاؤنټرز د ګڼې په ليدلو وفاقي وزير عملې ته هدايت وكړو چې د وګړو كار ترسره كولو كښې تندي وكړي دغسې چې څوك هم كومې ستونزې يا تاخير سره مخ پاتې نه شي۔ په دې مهال وفاقي وزير د نادرا سنټر انچارج ته د وګړو مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو احكامات جاري كړل۔ وفاقی وزیر ووئيل په دې خوشحاله شوم چې وګړي د نادرا كاردكردګۍ څخه مطمئن دي٬ د ګڼې باوجود د عملې په كار كښې بوښت پاتې كېدل د ستائنې وړ دي۔ ده زياته كړه چې د وګړو كار بايد په كم وخت كښې او آسانۍ سره وكړې شي٬ د شناختي كارډ او نورو دستاوېزات په جوړولو كښې به كوم ډول تاخير يا ستونزه ونه زغملې شي۔ محسن نقوي په دې خبره زور راوړو چې هر يو وګړے وي آئي پي دے ٬ د هغه كار دې هم په دغه ورځ وكړے شي او په ټاكلې موده كښې دې هغه ته خپل دستاوېزات وسپارلې شي۔ وګړو د احكامات په جاري كولو د كورنيو چارو وزير محسن نقوي مننې كولو سره ووئيل په نادرا سنټر كښی خذمات په مجموعي توګه د اطمينان وړ دي











