برازیلیا۔28اکتوبر(اے پي پي) د برازیل پخواني صدر بولسونارو د 27 كاله زندان سزا خلاف اپيل دائر کړو ۔ د شنهوا تر مخه د برازیل پخواني صدر جائر بولسونارو د ګل په ورځ فېډرل سپریم کورټ كښې د خپل 27 كاله او 3 مياشتو زندان سزا خلاف اپیل دائر کړو ، چې پكښې هغه د سزا جاج اغستو او د کمي درخواست کړے دے ۔ د بولسونارو قانوني ډلې مؤقف اختیار …
د برازیل پخواني صدر بولسونارو د 27 كاله سزا كېدو خلاف اپیل وكړو

مزید خبریں
برازیلیا۔28اکتوبر(اے پي پي) د برازیل پخواني صدر بولسونارو د 27 كاله زندان سزا خلاف اپيل دائر کړو ۔ د شنهوا تر مخه د برازیل پخواني صدر جائر بولسونارو د ګل په ورځ فېډرل سپریم کورټ كښې د خپل 27 كاله او 3 مياشتو زندان سزا خلاف اپیل دائر کړو ، چې پكښې هغه د سزا جاج اغستو او د کمي درخواست کړے دے ۔ د بولسونارو قانوني ډلې مؤقف اختیار کړو جې د مقدمې کارروائي كښې د بنیادي قانوني اصولو خلاف ورزي شوې ده چې پكښې د دفاع مناسب موقعه نه وركول او په متنازعه وعدہ معاف ګواهۍ انحصار شامل دے۔ وکيلانو د مقدمې قانوني تېروتنې هم په ګوته كړې دي ۔یاد دې وي سږ كال ستمبر كښې د سپریم فیډرل کورټ د څلورو په مقابل كښې په يو ووټ فیصله اورولو كښې بولسونارو د 2023 ناکام بغاوت په مشرۍ كولو مرکزي مجرم ګرځولے ؤ ۔







