بولیویا ، د بس ژورې كندې ته د پريوتو پيښه ٬ 17 كسان مړه او 36 ژوبل

لاپاز۔28اکتوبر (اے پی پی) د بولیویا په وسطي سيمه چابامبا كښې د يو بس ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 17 كسان مړه او 36 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د بوليويا ملي ټرېفك چيف عمر زے ګادا وئيلي چې دا پېښه د يو تنګ او خطرناك موړ له مله رامخې ته شوه۔ د ځائي پوليس كمانډر روجر كوستاس له مخې په ژوبل شوو كښې …

لاپاز۔28اکتوبر (اے پی پی) د بولیویا په وسطي سيمه چابامبا كښې د يو بس ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 17 كسان مړه او 36 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د بوليويا ملي ټرېفك چيف عمر زے ګادا وئيلي چې دا پېښه د يو تنګ او خطرناك موړ له مله رامخې ته شوه۔ د ځائي پوليس كمانډر روجر كوستاس له مخې په ژوبل شوو كښې 23 كلن ډرائيور هم شامل دے ٬ كوم چې د نزدې ښار کیلاکویو روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د ابتدائي پلټنيو له مخې دا معلومه شوې چې بس كښې له ګنجائش څخه زيات كسان ناست وو او بس تند رفتارۍ سره سفر كولو۔ پولیس ډرائيور د غېر محتاط ډرائيونګ او غېر ارادي قتل په تور كښې نيولے دے۔ چارواكي دا امكان هم نه رد كوي چې دا پېښه د كومې تكنيكي خرابۍ له امله رامخې ته شوې ده۔