پېنډۍ 27 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ (سي جے سي اېس سي) چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا څوك چې دا مهال د بنګله دېش په سركاري دوره دے٬ د بنګله ديش چيف ايډوائزر محمد يونس، چيف آف نيول سټاف ايډمرل محمد نظم الحسن، چيف آف ائير سټاف ائير چيف مارشل ارشد محمود خان او چيف آف دي نيول سټاف ائير چيف جنرال قمر جاويد باجوه …
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د بنګله دېشن دوره٬ امنيتي او دفاعي مرستې ته په وده وركولو زور

مزید خبریں
پېنډۍ 27 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ (سي جے سي اېس سي) چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا څوك چې دا مهال د بنګله دېش په سركاري دوره دے٬ د بنګله ديش چيف ايډوائزر محمد يونس، چيف آف نيول سټاف ايډمرل محمد نظم الحسن، چيف آف ائير سټاف ائير چيف مارشل ارشد محمود خان او چيف آف دي نيول سټاف ائير چيف جنرال قمر جاويد باجوه سره ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د جلا جلا ملاقاتونو په مهال د دواړو اړخونو لخوا په رامخې ته شوې نړيواله او سيمه ايزې سلامتيا او د ماحول په صورتحال د خيالاتو څرګندونې سره سره د دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې د قوي كولو اهميت تسليم كړے شو۔ په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن بنګله دېش سره د ورورولۍ د اوږد مهاله اړيكو پخلے وكړو او د برابرۍ او شريك احترام په بنياد د دې اړيكو لا قوي كولو لپاره يې په مشتركه عزم رڼا واچوله٬ دواړو اړخونو د فاعي او امنيتي مرستې ښه كولو لپاره هيله څرګنده كړه او ملټري ټو ملټري مصروفيات او اړوند اقدامات ته پراختيا وركولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد د سکول آف انفنټري اينډ ټيکټکس، سلهټ دوره هم وكره او د فيکلټۍ او زده كوٶنكو سره ئې خبرې وكړې۔ ۔ په دې موقع د بنګله ديش د سول ملټري قيادت د پاکستان د وسله والو ځواكونو د اعليٰ وظيفائي معيارونو او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو او كاميابو ستائنه وكړه ۔ د دې نه وړاندې سېنا كنجو ته په رسېدو د بنګله دېش د پوځ يوې چټك ډلې جنرال ساحر شمشاد ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ په دې موقع جنرال ساحر شمشاد په شيکھا انيربان د ګلونو څادر هم خپور كړو











