اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي لارښودې سينيټر شيري رحمٰن وئيلي دي كشميريان د اوو لسيزو راهسې دا توره ورځ لمانځي٬ كشمير د نړۍ د ټولو نه زيات لويې زندان ګرځولے شوے، کشمير كښې دا مهال نسل کشي روانه ده۔ د کشمير د 78مې تورې ورځ په موقع سېمينار ته خپلې وېنا كښې شيري رحمٰن ووئيل نړۍ كښې دا مهال د نسل كشۍ اسرائيل او …
تش په نامه د جمهوريت دعويدار هند د شرم وړ قوانين د لارې په كشميريانو ظلمونه كوي۔ سينيټر شيري رحمٰن

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي لارښودې سينيټر شيري رحمٰن وئيلي دي كشميريان د اوو لسيزو راهسې دا توره ورځ لمانځي٬ كشمير د نړۍ د ټولو نه زيات لويې زندان ګرځولے شوے، کشمير كښې دا مهال نسل کشي روانه ده۔ د کشمير د 78مې تورې ورځ په موقع سېمينار ته خپلې وېنا كښې شيري رحمٰن ووئيل نړۍ كښې دا مهال د نسل كشۍ اسرائيل او هند ته آزادي وركړې شوې ٬ د كشمير مسئلې په اړه د پاکستان په كردار بايد څوك شك ونه كړي۔ دې ووئيل هند په كشمير كښې نسل كشي كوي او په زمكو قبضې كوي٬ تش په نامه د جمهوريت دعويدار هند د شرم وړ قوانين د لارې په كشميريانو ظلمونه كوي، دې ووئېل هند په كشمير اوس د فائنل قبضې هڅې كوي٬ دې ووئيل د دومره ظلم او دهشت باوجود كشميريان لكه د غره ولاړ دي٬ مونږ په آزاد کشمير كښې نړيوالې ميډيا ته رسنه وركړې ده او هند په مقبوضه کشمير كښې ويزه نه وركوي۔ دې ووئيل خپلواكي بنيادي حق دے د كوم چې هند غلا كوي او اوس خو هند اوبه هم د وسلې په توګه كارول پېل كړې دي۔ دې ووئيل تر اوسه پنځه لكه كشميريان شهيدان شوي دي٬ د يو لك لس زره نه زيات كورونه ويجاړ كړے شوي ٬ د يوولس زره نه زياتو مېرمنو سره جنسي تېرې شوے ٬ د 12 زره نه د زياتو ماشومانو سترګې ړندې كړې شوي٬ دې ووئېل دا د ننني ورځ د هند د ناوړه څېرې حقيقت دے۔ سېنېټر شېري رحمن ووئيل د هند دا څېره به بې نقابه كول وي٬ كه تاسو ټولو سټېنډ وانغست نو كشمېر كښې د نړۍ د لويې نسل كشۍ اندېښنه ده۔











