د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د كشمير تور ورځ ولمانځلې شوه

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ګرده نړۍ كښئ د پاکستان په سفارتخانو كښې په جمو و كشمير د هند د 78م كالو راهسې د غېر قانوني قبضې غندنې له د كشميري اولس د سپېځلو هلو ځلو مرستې په اړه د پاکستان عزم تازه طكولو لپاره كشمير بلېك ډے ولماځلې شوه ٬ د دې ورځ لمانځلو مقصد د هند د غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ګرده نړۍ كښئ د پاکستان په سفارتخانو كښې په جمو و كشمير د هند د 78م كالو راهسې د غېر قانوني قبضې غندنې له د كشميري اولس د سپېځلو هلو ځلو مرستې په اړه د پاکستان عزم تازه طكولو لپاره كشمير بلېك ډے ولماځلې شوه ٬ د دې ورځ لمانځلو مقصد د هند د غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمېر اولس سره د تېرو اوو لسيزو نه د سنګينو بې انصافو يادګېرنه كول دي او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو كښې درج د خپلواكۍ حق له د قانوني هلو ځلو سره د يووالي څرګندونه كول دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ګرد هېواد كښې او بهر د پاكستان په مشنز كښې سيمينارز، ويبينارز، پينل ډسکشن او د عسكونو ننداروتون پشمول بېلا بېلې دستورې وشوې٬ په دې هلو ځلو كښې د بې ګناه كشميريانو په حالت زار رڼا اچولو سره د نړۍ پام د هند قابضو ځواكونو لخوا مظالم او بربريت پلو راوګرځولے شو۔ په دې موقع خپلو خاص پېغامونو كښې صدر، وزيراعظم او نائب وزيراعظم او خارجه وزير د کشميريانو د سېپځلو هلو ځلو اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ جاري ساتلو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د هند په كشمير غېر قانوني قبضې ختمولو٬ د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نه منع كولو او د کشميري آبادۍ په ضد د ټولو جابرانه اقداماتو لاره نيولو لپاره فشار اچولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر، د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل صدر، د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل، بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر او د اسلامي مرستې تنظيم سيکرټري جنرل په نامه چيټۍ استولي دي چې پكښې د هغوي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو څخه خبر كړې شوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير زور راوړلو سره ووئيل هند د تېرو اوو لسيزو نه زياتې مودې راهسې د نړيوال قانون او د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو خلاف ورزۍ كولو سره د كشمير اولس د بنيادي انساني حقونو څخه مسلسل سرغړونه كوي۔ ده خبردارے وركړو چې هند خپلو ذمه وارو نه پرله پسې انكار او د قيادت لخوا متشدد او غېر ذمه واره بيانونو سره په منطقه كښې تاٶ تريخوالے زياتوي او سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطر پېدا كوي۔ دغسې خارجه وزارت څخه د كشميريانو سره يووالي لپاره د خاص لاريون وشو چې پكښې د وزارت لوړ پورو او ملازمينو ګډون وكړو ۔ خارجه وزارت په اسلام آباد كښې د سفارتي ورورولۍ غړو لپاره د خاص بريفنګ اهتمام هم كړے ؤ چې پكښې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند ظلمونو عكاسي كونكے يو مختصر دستاوېزي فلم هم وښودلے شو ٬ 27 اکتوبر د بلېك ډے په توګه لمانځل په جمو و كشمير د هند غېر قانوني بريد يو تلخ ياد رايادوي٬ دا د ھغه كشميري اولس عزم او استقلال ته د پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده څوك چې د لسيزو د جبري پاليسيو باوجود د خپلواكۍ حق په هلو ځلو كښې ثابت قدم دي

مزید خبریں