اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزارت په هېواد كښې د "پاکستان کلائميټ چينج فنډ" جوړولو لپاره په اتبدائي توګه د يو ارب روپو د بيج فنډ درخواست كړے دے، دا فنډ د ماحولياتي تغير څخه مطابقت او د دې اثرات كمولو لپاره د قامي منصوبو د مالي معاونت مقصد لپاره جوړولې كېږي٬ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه دستاويزات له مخې دا فنډ پاکستان کلائميټ چينج …
د موسمياتي بدلون وزارت “پاکستان کلائميټ چينج فنډ” جوړولو لپاره د يو ارب روپو د ګرانټ غوښتنه وكره

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزارت په هېواد كښې د “پاکستان کلائميټ چينج فنډ” جوړولو لپاره په اتبدائي توګه د يو ارب روپو د بيج فنډ درخواست كړے دے، دا فنډ د ماحولياتي تغير څخه مطابقت او د دې اثرات كمولو لپاره د قامي منصوبو د مالي معاونت مقصد لپاره جوړولې كېږي٬ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه دستاويزات له مخې دا فنډ پاکستان کلائميټ چينج ايکټ 2017 شق 12 له مخې جوړېږي چې مقصد يې موسمياتي مزاحمت، پائيدار ترقي او ماحولياتي تحفظ لپاره مالي وسائل جمع كول دي٬ د فنډ د فعاله كولو نه وروستو به دا د پاکستان بنيادي مالياتي ذريعه جوړه شي كومه چې به د قامي او نړيوالو لوظونو پشمول د پېرس تړون له مخې د شوو اقدامات مرسته كوي٬ دا يو ارب روپو فنډ عملي شكل وركولو لپاره د ابتدائي سرمايې په توګه غوښتلے شوے ٬ چارواكو له مخې دا تجويز د وړاندې څخه د خزانې وزارت ته لېږلے شوے دے۔











