اسلام آباد۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د سپريم كورټ 5 كسيز آئينې بنچ د عمر ايوب او شبلي فراز د نااهلۍ كېس اورېدنه نن د ګل په ورځ وكړه۔ سماعت د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې اوشو۔ د اورېدېنې په مهال بېر سټر ګوهر عدالت ته وړاندې شو او موقف يې خپل كړو چې عمر ايوب د خپلو ټولو درخواستونو د بېرته اغستو پرېكړه كړې ده۔ هغه …
سپريم كورټ ٬ عمر ايوب خپل ټول درخواستونه بېرته واغستل ٬ د شبلي فراز په اپيل نوټس جاري كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د سپريم كورټ 5 كسيز آئينې بنچ د عمر ايوب او شبلي فراز د نااهلۍ كېس اورېدنه نن د ګل په ورځ وكړه۔ سماعت د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې اوشو۔ د اورېدېنې په مهال بېر سټر ګوهر عدالت ته وړاندې شو او موقف يې خپل كړو چې عمر ايوب د خپلو ټولو درخواستونو د بېرته اغستو پرېكړه كړې ده۔ هغه عدالت ته ووئېل د عمر ايوب په جوكۍ به د هغه كور ودانې اليكشن كوي ۔ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د ډي نوتيفائي كولو خلاف اپيل هم بېرته اغستلے كېږي ځكه چې محمود خان اچكزئي د مخالفې ډلې د مشر په توګه نوټيفائي شوے دے ۔ بېرسټر ګوهر ووئېل شبلي فراز د سېنېټ چيئرمين د نوټېفيكشن خلاف اپيل د بېرته اغستو سپارښتنه كړې ده ٬ خو د الېكشن كمېشن خلاف به درخواست برقرار وي ۔ هغه استدعا وكړه د شبلي فراز په خالي شوې چوكۍ دې په 30 اكتوبر د كېدونكو ټاكنو نه وړاندې اليكشن كمېشن ته نوټس جاري كړے شي۔ دغسې عدالت د شبلي فراز په درخواست نوټسز جاري كولو سره د كېس سماعت تر 29 اكتوبر وځنډولو۔











