د كېلېفورنيا ګورنر په كال 2028 كښې د امرېكې صدارتي ټاكنو كښې په برخه اغستو غور كوي

نيويارك۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې د كېلوفورنيا رياست ګورنر ګيون نيوسم اعلان كړے دے چې هغه په كال 2028 كښې د امرېكې په صدارتي ټاكنو كښې په برخه اغستو غور كوي۔ د سي بي ايس نيوز تر مخه هغه ووئېل زه به د 2026 د مينځ وماني ټاكنو نه بس پرېكړه كوم ۔ ګيون نيوسم سږ كال د صدارت لپاره د خپل كانديد جوړېدو جاج اغستے دے …

نيويارك۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې د كېلوفورنيا رياست ګورنر ګيون نيوسم اعلان كړے دے چې هغه په كال 2028 كښې د امرېكې په صدارتي ټاكنو كښې په برخه اغستو غور كوي۔ د سي بي ايس نيوز تر مخه هغه ووئېل زه به د 2026 د مينځ وماني ټاكنو نه بس پرېكړه كوم ۔ ګيون نيوسم سږ كال د صدارت لپاره د خپل كانديد جوړېدو جاج اغستے دے او په بېلو مسائلو د رېپبلكن صدر ډونلډ ترمپ مقابلې كولو لپاره يې د خپل ګوند دننه مرسته تر لاسه كړې وه۔ هغه ووئېل زه هغه خلق وينم جې كوم به د 2028 ټاكنو لپاره خپل ځان وړاندې كوي او كوم به چې په هغه مهال ولاړ وي۔ چې د هغه نه پوښتنه وشوه چې آيا تاسو ټاكنو كښې په برخه اغستو غور كوې نو نيوسم ووئېل زه به دروغژن يم كه دا اووايم چې داسې نه ده۔ د امرېكې آئين تر مخه ټرمپ به درېم ځل لپاره ټاكنو كښې برخه نشي اغستلې خو هغه د دې باوجود دا خيال وړاندې كړو او د روان كال په پېل كښې يې وئېلي وو چې داسې طرېقې شته چې ورسره تاسو داسې كولې شي۔