بیونس آئرس۔27اکتوبر (اے پي پي) د ارجنټینا په شمال مشرقي ولايت میسیونیس كښې يو دوه منزله مسافر بس او د موټر په ټكر كېدو نتيجه كښې د لږ نه لږ 13 كسان مړل شول۔ د شنهوا تر مخه ځايي چارواكو ووئېل دا پیښه سهار 4 بجې او په 30 منټه د زياتې لړۍ په مهال رامخې ته شوه۔ د ټكر په نتيجه كښې بس كوم چې د اوبرہ ښار نه …
ارجنټینا كښې د بس او موټر په ټكر كښې 13 كسان مړه شول

مزید خبریں
بیونس آئرس۔27اکتوبر (اے پي پي) د ارجنټینا په شمال مشرقي ولايت میسیونیس كښې يو دوه منزله مسافر بس او د موټر په ټكر كېدو نتيجه كښې د لږ نه لږ 13 كسان مړل شول۔ د شنهوا تر مخه ځايي چارواكو ووئېل دا پیښه سهار 4 بجې او په 30 منټه د زياتې لړۍ په مهال رامخې ته شوه۔ د ټكر په نتيجه كښې بس كوم چې د اوبرہ ښار نه پورټو اِګوازو ته روان ؤ ٬ د پل نه لاندې يو لختي ته پرېوتے دے ۔ د ولايت حکومت پخپل بيان كښې وئېلي دي پیښه په نیشنل روټ 14 کلومیټر په 892 باندې رامخې ته شوه ،چې كله د سول ډیل نورتےکمپنۍ بس چې پكښې نزدې 50 مسافر ناست وو ۔ د صحت صوبائي وزیر هیكتور ګونزالیز تر مخه د پیښې نه پس د 30 نه زيات ژوبل شوي روغتون ته منتقل کړے شول ۔ چارواكو ووئېل د پیښې پلټنې روانې دي ۔







