اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزي احسن اقبال د "يومِ سياه کشمير" په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي دا ورځ مونږ ته د هند د غېر قونوني قبضې او د كشميريانو د بنيادي حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رايادوي۔ احسن اقبال ووئيل 27 اکتوبر 1947 ھغه تاريك ورځ ده كله چې هند د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو …
کشميريان به يو ورځ د آزادۍ منزل ته خامخا رسي۔ د احسن اقبال د كشمير تورې ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزي احسن اقبال د “يومِ سياه کشمير” په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي دا ورځ مونږ ته د هند د غېر قونوني قبضې او د كشميريانو د بنيادي حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رايادوي۔ احسن اقبال ووئيل 27 اکتوبر 1947 ھغه تاريك ورځ ده كله چې هند د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو برعكس په كشمير جبري تلسط قائم كړو۔ ده ووئيل هند د كشمير د اولس غږ غلې كولو كښې پاتې راغلې دے٬ د کشمير د آزادۍ هلې ځلې به يوه ورځ خامخا كاميابېږي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان به تل د کشميريانو د خپلواكۍ حق له سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ مونږ کشميريانو سره ولاړ يو او ولاړ به يو تر څو چې ھغوي د آزادۍ منزل ترلاسه نه كړي۔











