سعودي عرب د تھائي لینډ او کمبوډیا تر مينځه د جنګ بندۍ د لوظ نامې هر كلے وكړو

ریاض ۔27اکتوبر (اے پي پي) سعودي عرب د تھائي لینډ او کمبوډیا تر مينځه د جنګ بندۍ د لوظ نامې هر كلے كړے دے ۔ د ایس پی اے تر مخه د دواړو هېوادونو لارښودو په يوه پراخه د جنګ بندۍ په لوظ نامه لاس ليك كړے دے ، د كومې نګراني چې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وكړه څوك چې د آسیان سر مشريزې غونډې لپاره په ملېزيا كښې …

ریاض ۔27اکتوبر (اے پي پي) سعودي عرب د تھائي لینډ او کمبوډیا تر مينځه د جنګ بندۍ د لوظ نامې هر كلے كړے دے ۔ د ایس پی اے تر مخه د دواړو هېوادونو لارښودو په يوه پراخه د جنګ بندۍ په لوظ نامه لاس ليك كړے دے ، د كومې نګراني چې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وكړه څوك چې د آسیان سر مشريزې غونډې لپاره په ملېزيا كښې دے ۔ د تھائي وزیراعظم او د هغه د کمبوډین هم منصب په يوه دستوره كښې په لوظ نامه لاس ليك وكړو ۔ د خارجه وزارت يو بیان كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د سرحدي شخړې هواري لپاره او د تل پاتي امن لپاره لاره هوارولو له د ټولو هلو ځلو ستئانه وكړه كومه چې د دواړو هېوادونو او د هغوي د اولسونو هيلو تر مخه وي ۔سعودي عرب د شخړو په امناك ډول حل کولو په حقله د سفارتي هلو ځلو د مرستې پخلے وكړو كوم چې نړيوال امن و سلامتیا باوري كوي ۔بیان كښې په دې حقله د امریکې او د ملائیشیا د هلو ځلو هم ستائنه وكړې شوه ۔