وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په خاص بلنه فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو کنفرنس كښې ګډون لپاره رياض ته روان شو

لاهور 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په خاص بلنه فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو کنفرنس كښ ګډون لپاره خپل پلاوي سره رياض ته روان شوے دے ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، عطاء تارړ، خاص مرستيالان …

لاهور 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په خاص بلنه فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو کنفرنس كښ ګډون لپاره خپل پلاوي سره رياض ته روان شوے دے ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، عطاء تارړ، خاص مرستيالان طارق فاطمي او بلال بن ثاقب هم وزيراعظم سره په پلاوي كښې شامل دي٬ په رياض كښې كېدونكې فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو كښې به نړيوال مشران، سرمايه کار، پاليسي ساز او د نورو څانګو نوموړي شخصيات ګډٶن كوي او په دې كښې به د پاکستان نمائندګي وزيراعظم شهباز شريف كوي۔ وزيراعظم تل پاتې پرمختګ، اقتصادي شموليت، جدت او په نړيوال جغرافيائي سياست كښې په بدلونونو خبرو اترو كښې به برخه اخلي او د پاكستان نكته نظر به وړاندې كوي۔ وزيراعظم به د دورې په مهال د سعودي قيادت سره ملاقاتونه هم كوي چې پكښې د پاکستان او سعودي عرب ترمېنجه په تجارت، سرمايه کاري، توان او د افرادي قوت په څانګو كښې د مرستې په لا پراختيا به خبرې اترې كولې شي ۔ په ملاقاتونو كښې به د شړيكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم خبرې كېږي ۔ وزيراعظم به په فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو كښې ګډون كوونكو نړيوالو مشرانو او د نړيوالو ادارو مشرانو سره ملاقاتو هم كوي٬ په دې ملاقاتونو كښې به په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ او د تل پرمختګ په حواله د مرستې په استعداد د خيالاتو څرګندونه كېږي۔

مزید خبریں